عاجل خبرونه

په جوزجان کې امنیتي ځواکونو د افغان- ترک لیسې ته د ننوتلو هڅه کړې

(Last Updated On: جولای 28, 2018)

په جوزجان کې امنیتي ځواکونو د افغان ترک لیسې ته د ننوتلو هڅه کړې؛ خو زدکوونکیو یی مخه نیولې ده .

ویل کیږي، چې د جوزجان د پوهنې رییس او نورو مامورینو غوښتل دغه ښوونځي ته ننوځي؛ خو زدکوونکیو یي پروړاندې مقاومت وکړ او امنیتي ځواکونو د زدکوونکیو د خورولو په موخه د اوبو له شیندلو کار اخیستی دی.

د جوزجان د پوهنې رییس عبدالحی یشین وايي، چې د افغان –ترک ښوونځي اداري پلاوی له پټې لارې پر تېښته بریالي شوي او اداره د پوهنې ریاست تر ولکې لاندې راغلې ده.

د نوموړي په وینا؛ ډېر ژر به د ښوونځي زدکړې عادي حالت ته راوګرزي.

د جوزجان د پوهنې رییس عبدالحی یشین دا هم ویلي، چې د افغانستان او ترکیې دولتونو د هوکړې له مخې دا ښوونځي باید د ترکیې د پوهنې وزارت ته وسپارل شي.

 

د دغه ښوونځي د زدکوونکیو مور و پلار وایي، چې که څه هم له دغه ښوونځي رضایت لرو؛ خو د  افغانستان او ترکیې هغه پرېکړه مني، چې غواړي افغان- ترک ښوونځي دولتي کړي.

په افغانستان کې د افغان ترک لیسو ریاست وایي، د جوزجان د ملي امنیت رییس د نورو مامورینو پر ملتیا غوښتل د افغان ترک د شبرغان د هلکانو ښوونځي ته پر زور ننوځي. سرچینه د محلي چارواکو دا کار ناقانونه بللی دی.

د شبرغان افغان- ترک ښوونځي مرستیال محمود وایي، چې مونږ د پوهنې ریاست د هڅو خنډ شوي نه یو؛ خو د امنیتي ځواکوونو برید بې نظمي رامنځته کړه.

جوزجان والي لطف الله عزیزي په هېواد کې د یاد ښوونځي هڅې ناقانونه بولي او وایي، چې  د دغه ښوونځي د بهرنیو استادانو د اسنادو څېړلو ته یو پلاوی لیږل شوی و؛ خو د ښوونځي چارواکو د دوی د اسنادو څېړلو ته اجازه ورکړې نده.

په جوزجان ولایت کې د افغان ترک دوه لیسې شته، چې د تېرو دوه کلونو په بهیر کې څو ځلې حکومت وغوښتل، چې پوهنې ریاست ته دې وسپارل شي؛ خو هر ځل له ورته ستونزې سره مخ شوي دي.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …