په افغانستان کې د ۳۰۰۰ کیلومتره ریل ګرښې لمړنۍ سروې بشړه شوه

(Last Updated On: July 27, 2018 6:52 pm)

د افغانستان د ریل کرښې خپلواکې ادارې مسوولین وايي، چې په هېواد کې د درې زره کیلومتره ریل ګرښې غزولو لمړنۍ سروې بشړه شوې ده.

د افغانستان د ریل کرښې خپلواکې اداري مسوولین وايي، د هېواد د اقتصادي پراختیا او صادراتو لپاره د ریل کرښه مو په لومړیتوبونو کي ځای لري.

دغه راز څرګندوي، چې د ریل کرښې له لارې د هېواد صادارت کولی شي په لږ لګښت نړیوالو بازارونو ته لار پیدا کړي.

د ریل کرښې خپلواکې ادارې ساختماني رییس انجنیر میر ویس غفوري وایي؛ مونږ هڅه کوو، چې له دې لارې خپلې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړو.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی هم له حکومته غواړي، چي د افغانستان اقتصادي پراختیا لپاره د ریل کرښو غزولو ته بشپړه پاملرنه وکړي؛ ځکه که د افغانستان څلورخواوې پر ریل کرښو وتړل شي، نو په صادراتو کي به مو زیاتوالی راشي.

نوموړی سره له دې، چې  د ریل کرښې خپلواکې ادارې مسوولینو کارونه د ستایني وړبولي؛ خو له حکومته غواړي، چي په هېواد کې د ریل کرښې پروژو پلي کیدوته پاملرنه زیاته کړي.

دوی مني، چې د دغې پروژې پلي کول ډېر مالي امکانات غواړي؛ خو حکومت باید دغه زمینه برابره او افغانستان له نړۍ سره وتړي.

خبریال: اسلم حجاب

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …