عاجل خبرونه

په جوزجان کې د خلکو لاریون پاې ته ورسید

(Last Updated On: July 23, 2018 4:46 pm)

د جوزجان اوسیدونکي وایي، د جنبش ګوند د ملاتړیو لاریون له شل ورځو وروسته پای ته ورسید؛ د خلکو ژوند عادي شوی او دوکانونه او دولتي ادارې پرانستل شوې.

مدني فعال غلام علی وایي، د جنرال دوستم په غوښتنه لاریون پای ته ورسول شو او ژوند عادي حالت ته راګرزیدلی دی.

د جوزجان اوسیدونکی همایون وایي، دولتي ادارې، پلورنځي او ښوونځي پرانستي دي او خلک له جنرال دوستم غواړي، چې د شمال د امنیت په ښه والي کې اقدام وکړي. 

پلورونکي حفیظ الله وایي، په تېرو شل ورځو کې مو زیان ولیدو.

یو بل هټیوال خدای رحم  د جنرال دوستم راستنیدل د شمال د امنیت په ټینګښت کې اغېزمن بولي او وایي، چې د ده له راتګ سره به مو ولایت ته امن راوګرزي.

یو شمېر محصلین وایي لاریونونو یی د زد کړې بهیر زیانمن کړ.

محصل عزیزاحمد زیاتوي، خوښ یم، چې جنرال صاحب هېواد ته راستون شو.

 په جوزجان کې د جنرال دوستم د راستنیدو په پار خلکو هوایي ډزې وکړې؛ خو په دغو ډزو کې پېنځه تنه ټپيان شوي دي.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …