په روسیه کې د فوتبال نړیوال جام سیالیو ۲۱ پړاو تر سره کیدونکی دی

(Last Updated On: June 28, 2018 6:19 pm)

 آریانا نړیوال تلویزیون په روسیه کې د فوتبال نړیوالو جام سیالیو ۲۱ پړاو په قانوني بڼه خپروي، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې خلکو خوښ کړی دی.

په روسیه کې د ۲۰۱۸ کال فوتبال نړیوال جام سیالیو لړۍ روانه ده، چې په کې د جرمني حذفیدل حیرانونکې خبره وه.

په افغانستان کې آریانا تلویزیون دغه بهیر په قانوني بڼه خپروي.

د فوتبال سیالیو نړیوال لوبڅار حلیم آغا شېرزاد وایي، چې مونږ د آریانا نړیوال تلویزیون له هڅو مننه کوو، چې ټولو او په ځانګړي توګه د پنجشیر خلکو ته یې د ۲۰۱۸ کال د فوتبال نړیوال جام سیالیو د لیدلو زمینه برابره کړې ده.

په پنجشېر کې د فوتبال لوبغاړي غواړي، چې د نړیوالو بوبغاړیو اړوند تاکتیکونه زدکړي.

په پنجشېر ولایت کې د فوتبال لوبغاړي خوښ دي، چې د نړیوال جام سیالي د یوه کورني نړیوال تلویزیون آریانا لخوا خپریږي.

دوی وایي، دا لیدنه ډېره ګټوره ده؛ ځکه هر هېواد د لوبې خپله ځانګړتیا لري. دا کار لوبغاړي هڅوي، چې د نورو هېوادونو تکتکي حرکتونه زده او لوبو ته ځانونه چمتو کړي.

د آریانا نړیوال تلویزیون شبکې مخکې له دې هم په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۴ کلونو کې د فوتبال نړیوال جام سیالیو بهیر خپور کړی و.

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …