عاجل خبرونه

په بلخ ولایت کې د وسلوالو مخالفانو پر مرکزونو عملیات تر سره شوي

(Last Updated On: May 20, 2018 1:12 pm)

سیمه ییزو امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې په بلخ ولایت کې ملي امنیتي او دفاعي سرتېرو په ګډه د وسلوالو طالبانو پر اړوند مرکزونو بریدونه کړي دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دغه عملیات د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو  پر  مرکزونو تر سره شوي، چې په کې د یادې ډلې لس کسان وژل شوي، شپږ نیول شوي او په ډېر شمېر  پوځي تجهیزات او چاودیدونکي توکي د اړوند عملیاتو  برخوالو تر لاسه کړي دي.      

سرچینې دا هم په ډاګه کړې، چې وسلوالو طالبانو غوښتل له د دغو مرکزونو له پوځي تجهیزاتو او چاودیدونکیو توکو څخه په ځانمرګو ښاري بریدونو کې کار واخلي.  

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …