په خوست کې د احمد شاه او په کابل کې د سباوون کاکړ جنازې خاورو ته وسپارل شوې

(Last Updated On: مې 1, 2018)

په خوست کې د دوشنبې پر ورځ ماښام مهال( د غویی ۱۰) د بي بي سي خبریال احمد شاه د متون د مندوخېلو کلي پر عام سړک د ناڅرګندو موترسایکل سپرو پر ډزو ووژل شو او  جنازه یې د سې شنبې پر ورځ خاورو ته وسپارل شوه.

هغ یو تکړه خبریال و، چې ډېرې سختې ورځې یې تېرې کړې دي؛ خو د دوشنبې ورځې پېښې ترې ژوند واخیست او له خپلو زرګونه هیلو سره خاورو ته وسپارل شو.

نهه ویشت کلن احمدشاه د پلار مشر زوی و؛ کوژده شوی و؛ خو واده یې نه و کړی او د تېر یو کال راپدیخوا په جنوب ختیځ زون کې له بي بي سي سره خبریال و.

د احمدشاه پلار میرویس ویلي؛ زوی ته یې هیچا ګواښ نه و کړی او نه پوهیږي، چې څوګ یې په وژلو کې لاس لري.

خوستي خبریالان د احمدشاه وژنه د خبریالانو کورنۍ ته لوی زیان بولي، د احمدشاه همسنګره ملګري  وایي؛ د ارواښاد ډېرې خوږې خاطرې ورپاتې دي، چې تر عمره به یې یادوي.

د احمد شاه ملګری او د AP خبريال نشان الدین وایي: له کلونو راپدیخوا مې نږدې ملګری پاتې شوی و؛  هیڅکله به چا اوریدلي نه وي، چې احمد شاه څوک خفه کړی وي.

د خوست او پکتیا خبریالانو د یوې ناستې په پایله کې پرېکړه وکړه، چې که په یوه اوونۍ کې د احمدشاه قاتلین ونه نیول شي د حکومت او نورو ښکېلو خواو خبرونه به خپاره نشي.

په جنوب ختیځ زون کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیتې مشر سیف الله حیات وایي:  که حکومت د احمد شاه قاتلان ونه نیسي؛ خبریالان به اړ شي، چې د ښکېلو خواوو د خبرونو له خپرولو سره پریکون اعلان کړي.

حکومتي چارواکي وایې، په خوست کې د بي بي سي د وژل شوي خبریال د قاتلینو  پلټنه پیل شوې؛ خو تر اوسه یې څوګ د قاتل په تورنه دي نیولي.

په خوست کې احمدشاه پر داسې مهال شهید کیږي، چې د خبریالانو کورنۍ پر همدې ورځ په کابل او له هغې څو ورځې وړاندې په کندهار کې د غم په ټغرناسته وه.

دغه راز نن د آزادۍ رادیو د خبریال سباوون کاکړ جنازه هم په کابل کې خاورو ته وسپارل شوه. ارواښاد د هلمند اوسیدونکی و او له څو کلونو راپدیخوا له خپلې میرمن او اولادونو سره په کابل کې اوسیده. هغه  د دوشنبې ورځې د لومړۍ چاودنې د پوښښ لپاره شش درک سیمې ته تللی و، چې د دوه یم ځانمرګي برید نهم قرباني شو. نوموړی ژور ټپي شوی و او څو ساعته وروسته د وزیر محمد اکبر خان په روغتون کې ومړ. 

ټاکل شوې، چې د پنجشنبې په ورځ د رسنیو کورنۍ په کابل او خوست کې د لس وژل شویو خبریالانو فاتحه په ګډه واخلي.

خبریال: فریدالله ظاهر

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …