عاجل خبرونه

په خوست کې افغان ځواکونو له پاکستانيو سرتېرو یوه سرحدي پوسته نیولې

(Last Updated On: اپریل 15, 2018)

په خوست کې د یکشنبې د سهار له اته نیمو بخو راپدیخوا د افغان او پاکستانیو سرتېرو تر منځ د دیورند کرښې په اوږدو کې نښته پیل شوې او او تر دې دمه افغان ځواکونو ترې یوه سرحدي پوسته نیولې ده.

یوې ځایي سرچینې آریانا نیوز ته ویلي، چې د ځاځي میدان په پاړه چنار سیمه کې د دواړو خواوو تر منځ سخته نښته پیل شوې او ځایي اوسدونکیو هم د افغان سرتېرو د ملاتړ لپاره د پاکستانيو سرتېرو پر وړاندې وسله راپورته کړې ده.

د خوست سرپرست امنیه قومندان عبدالحنان وایي؛ جګړه هغه مهال پیل شوه، چې پاکستانيو سرتېرو د جنډو په غره کې پر افغان سرتېرو برید وکړ.

نوموړی زیاتوي؛ تر اوسه درې پاکستاني سرتېري وژل شوي، چې جسدونه یې هم افغان سرتېرو ته پاتې دي او یو ژوندی نیول شوی دی. همداراز یو افغان پولیس او یو افغان پاڅون کوونکيو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د نوموړي په وینا؛ درې ملکي کسان ټپیان دي. 

هغه دا هم ویلي، چې افغان سرتېرو د پاکستانيو سرتېرو یو شمېر وسلې او یوه پوسته هم نیولي ده.

د سیمې اوسیدونکي وایي، نږدې ۵۰۰ پورې ځایي خلک سرحد ته رسیدلې دي او په خپلو وسلو د خپلې خاورې ساتنه کوي. 

د خوست والي په نظامي لباس کې له تازه سرتېرو سره ځاځي میدان ته تللی دی. 

خبریال: فرید الله ظاهر

About Ariana News

Check Also

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ نیویارک ته رسیدلی

(Last Updated On: سپتمبر 24, 2018) ترمپ به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې …