په خوست کې د بېلابېلو جرمونو په تور۱۱ کسان نیول شوي

(Last Updated On: February 01, 2018 3:13 pm)

د خوست امنیه قومندان وایي، د خوست پولیسو د بېلابېلو جرمونو په تور۱۱ کسان له یو شمېر وسلو، پوځي یونیفورم او نشه یي توکو سره نیولي دي.

د خوست سرپرست امنیه قومندان جنرال محمد داود  امین، چې تېره اوونۍ یې پولیسو ښې لاسته راوړنې لرلې او ۱۱ کسان یې د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي. دغه کسان، په تروریستي، جنایي او نشه یي توکو کې لاس لري او له دوی څخه له لس میلو ډېر کلاشنکوف، تومانچې، پوځي یونیفورم او د چرسو په نوم یوه اندزه نشه یي مواد هم ترلاسه شوي دي.

نوموړي له ښاره د هغو سیم کارتونو له ټولولو هم خبر ورکړی، چې راجستر شوي نه دي.

پولیسو دغه راز درې هغه کسان هم نیولې، چې له یوه کس یې د موتر غلا کوله.

د خوست اوسیدونکی امیربادشاه خوښ دی او وایي، د پولیسو داسې چټک غبرګون خلک هیله من کړي دي.

د خوست امنیه قومندان وایي، د نشه یي توکو د خرڅلاو او استعمال پر ضد په پیل شوې مبارزه کې پولیس بریالي دي؛ له ښاره یې دا ستوونزه ورکه کړې او اوس یې په ولسوالیو کې د نشه یي موادو د پلورونکیو او کاروونکیو پر وړاندې عملیات پیل کړي دي.

خبریال: فریدالله ظاهر

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …