عاجل خبرونه

په غزني کې ماین چاودنې ۴ عام وګړي وژلي

(Last Updated On: December 30, 2018)

د غزني ښار په آرزو کلي کې د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۹) غرمه مهال د سرک غاړې ماین چاودنې څلور عام وګړي وژلي دي.

د عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې؛ یوه ریکشا، چې له اړوند سیمې تېریده د سړک غاړې پر ماین وربرابره شوې، چې په کې د یوې کورنۍ ۴ غړي د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون وژل شوي دي.

د سیمه ییز حکومت سرچینې له پېښې بې خبري ښيي؛ خو عیني شاهدان وایي، چې په دې پېښه کې درې نور کسان هم ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده ، چې تېره ورځ هم  د غزني ښار په آرزو او  شاه خوږ سیمو کې له ورته چاودنو اته کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې وه.

About Ariana News

Avatar

Check Also

امریکا له طالبانو سره د خبرو پر بیا پیلولو غور کوي

(Last Updated On: October 13, 2019)وال ستریت ژورنال په ډاګه کړې، چې امریکايي استازيو په …