په غزني ولایت کې ۳۰ وسلوال طالبان وژل شوي

(Last Updated On: December 3, 2018)

د غزني ولایت د ګیلان او جاغوري ولسوالیو په اړوند سیمو کې کوماندو ځواکونو۳۰ طالب جنګیالي وژلي دي.  

د غزني ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې؛ تېره ورځ مازیګر مهال د کوماندو ځواکونو په عملیاتو کې، چې د ګیلان ولسوالۍ پر رسنه او د جاغوري ولسوالۍ پر حوتقول کلیو تر سره شول؛ ۳۰ طالب وسلوال وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.  

سرچینې دا هم ویلي، چې دغه چاڼیز عملیات د غزني ولایت په ټولو اړوند سیمو کې روان دي.

ویل کیږي، چې په دې عملیاتو کې امنیتي او دفاعي ځواکونو او عامو خلکو ته ځاني زیان ندی رسیدلی.

طالب ویاندویانو هم تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې نږدې یوه میاشت مخکې وسلوالو طالبانو د غزني ولایت پر مالستان او جاغوري ولسوالیو پراخ بریدونه پیل کړل، چې د سیمه ییزو پاڅونوالو په ګډون ښکېلو خواوو ته په کې درنده مرګ و ژوبله اوښتې وه.

About Ariana News

Avatar

Check Also

ترمپ د افغانستان د سولې په اړه له امریکایي چارواکو سره ولیدل

(Last Updated On: August 17, 2019)د امریکا ولسمشر له طالبانو سره د احتمالي سولې په …