له طالبانو سره د سولي په تړاو د حکومت پلاوی د ولسمشر له منظوري وروسته به اعلام شي – ارګ

(Last Updated On: November 24, 2018)

په داسې حال کې چې سرچینو ویلي حکومت  له طالبانو سره د سولې خبرو د پر مخ بیولو لپاره یوولس کسیز پلاوی  ګمارلی،؛ خو ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، لا تر دې مهاله دغه چاره نه ده بشپړه شوې او د ولسمشر له منظوري وروسته به اعلام شي.

سرچینو آریانا نیوز ته ویلي چې ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو له بېلابېلو سیاسي او جهادي  څېرو سره تر لېدو وروسته یوولس کسیز پلاوی ګمارلی چې د سولې خبرې تعقیب کړي.

په دې نوملړ کې د ولسمشر د دفتر د رییس عبدالسلام رحیمي، د پوهنې وزارت د سرپرست میرویس بلخي، د اطلاعات او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسینه صافي، د لوړو زدکړو وزارت معین عبدالتواب بالاکرزی، د کډوالو وزارت معینه عالمه، د ملي امنیت مرستیال عبادالله عباد، د ولسي جرګې غړې شاه ګل رضایي، د عالمانو شورا غړی عطا الله لودین، د پکتیا والي شمیم کټوازی، د سترې محکمې غړی عبدالله عطایي او د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي اړیکو رییس توریالي غیاثي نومونه راځي.

خو د ولسمشر ویاند وایي چې د دغه نوملړ ترکیب د ولسمشر تر منظوري وروسته اعلامیږي؛ ولسمشر غني له طالبانو سره د سولې خبرو په تړاو داسې دریځ لري.

ښاغلی غني وایي: “طالبانو ته زمونږ پیغام واضیح ده. دغه عمل یی وغندل خو غندل کافي ندی. د چودنې او ځانمرګي بریدونو څخه لاس واخلۍ او د سولې پروسې سره یوځای شۍ. اوربند دا یی جوته کړه چې خلک د هغوي ته ښه راغلاست وايي خو هیڅ افغان حاضر ندی چي د بل افغان تر بوټ لاندې ژوند وکړي.”

 مخکې له دې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له طالبانو او افغان حکومت دواړو غوښتي وو چې د سولې خبرو د پیل لپاره واک لرونکي کسان ور وپیژني، خو د دې پلاوي ترکیب تر ډېره حکومتي دی، او په کې د ګوندونو، سیاسي بهیرونو او مدني ټولنو استازي نه شته.

معین معین، د افغانستان د خلکو محور غړی په دې هکله وویل: “سیاسی ګندونه، مدني ټولنې او حکومت د سولې په اړوند مشترک دریځ او واحد پلان ولري.”

د دې تر څنګ روسیه هڅه کوي د افغانستان د سولې په هکله د مسکو د سولې ناستې دوهم پړاو د طالبانو او زلمي خلیلزاد په حضور کې تر سره کړي، وایي چې افغانستان د سولې په هڅو کې د ځینو قدرتونو تر جدي فشار لاندې دی.

ولسمشر غني په داسې حال کې له طالبانو سره د سولې خبرو د پیل لپاره پلاوی ټاکي چې طالبانو په ځلونو ویلي له افغان حکومت سره خبرې نه کوي. خو امریکا وايی د دې لپاره چې طالبان له افغان حکومت سره د سولې خبرې پیل کړي، دوي پراخې هڅې پیل کړي دي.

خبریال: شاهپور فرهمند

About Ariana News

Check Also

د قطر په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي ناسته وځنډېده

(Last Updated On: April 18, 2019)ټاکل شوې وه، چې د پنچشنبې پر ورځ( د وري …