عاجل خبرونه

په غزني کې د مالستان ولسوالي د وسلوالو طالبانو له شتون پاکه شوه

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018)

امنیتي چارواکو ویلي، چې په غزني کې د مالستان ولسوالي د وسلوالو طالبانو له شتون پاکه او په جاغوري ولسوالۍ کې د ځانګړیو پولیس ځواکونو تر څنګ کوماندو او د امنیت د چټک غبرګون ځواکونو له دواړو خواوو ځمکني او هوایي بریدونه روان ساتلي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وايي، په دغو عملیاتو کې لسګونه وسلوال مخالفان وژل شوي او په ډېر شمېر نور ټپیان دي.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو بشپړ اکمالات روان دي او د ټولو اړوند ستونزو حل ته لاسرسی رامنځته شوی دی.  

دوه ټولي سیمه ییز اردو د سیمو د امنیت لپاره جوړ شوي او په یادو دوه ولسوالیو کې ۶۰۰ کسان د پاڅونوالو په چوکات کې تنظیم شوي، چې له زدکړو وروسته به تجهیز او د سیمو د امنیت لپاره وګومارل شي.

About Ariana News

Check Also

د افغانستان سوداګریز توکي د لاجورد له لارې اروپا ته ولیږل شول

(Last Updated On: دسمبر 13, 2018) له هرات ولایت څخه د لاجورد له لارې د …