په غزني کې له طالبانو څخه د سیمو نیولو عملیات پیل شوي

(Last Updated On: اګست 12, 2018)

حکومتي ځواکونو د غزني ښار د هغو سیمو د بېرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي، چې له طالبانو سره دي؛ خو د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې په دغه ښار کې روانې دي.

غزني ښار ته د سلګونه تازه دمو سرتېرو په ځانګړي توګه کوماندو ځواکونو له رسیدو وروسته د دې ښار د هغو سیمو د بېرته نیولو عملیات پیل شوي، چې دا مهال د دواړو لوریو تر منځ د جګړې پر ډګر اوښتي دي.

د غزني ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني وایي، د جګړې ډګر ۸۰۰ متره د ولایت له مقامه لیرې دی؛ یو خوا دولت دی او بله خوا طالبان دي.

یو شمېر سرچینو په ډاګه کړې، چې طالبانو د غزني ښار دوه یمه امنیتي حوزه سوځولې او زندان ته نږدې له دولتي ځواکونو سره په نښتو کې ښکېل دي.

د سرچېنو د څرګندونو له مخې؛ طالبان د غزني ښار د حیدر آباد په پله او قلعه احمدخان سیمو کې بشپړه واکمني لري او له حسن آباد څخه هم پر دولتی ځواکونو ډ‌زې کوي.

طالبان ادعا کوي، چې زندان یې نیولی او بندیان یې خلاص کړي؛ خو حکومت د طالبانو دا ادعا ناسمه بولي.

پولیس او پوځیان وايي، ښار د دولت تر ولکې لاندې دی او د سقوط ګواښ یې له منځه تللی دی.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش  وایي، چې: مونږ د غزني ښار ته کمربند جوړ کړی او د دښمن هڅې له دغې دفاعي کرښې د باندې روانې دي.               

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په ډاګه کړې، چې: عملیات روان دي؛ جګړه ده، خو د عمومي زندان په اړه څه نه دي ویل شوي.               

په ملي شورا کې د غزني استازي وایي، په ځلونو مو حکومت ته د غزني د سقوط خبرداری ورکړی و؛ خو حکومت پرې غوږونه کاڼه کړل.

دوی په غزني کې د پوره ځواکونو پر لږوالي او د ځواکونو تر منځ پر نه همغږۍ اندېښمن دي.

په ولسي جرګه کې د غزني استازی عبدالقیوم سجادي وایي:  د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د غزني د سقوط خبراری ورکړ شو؛ خو پاملرنه ورته ونشوه.          

په ولسي جرګه کې د غزني استازې شهلا رضایي څرګنده کړې، چې: لوړ پوړیو چارواکو ته ډېر کله د خیر خیریت ګزارشونه وړاندې کیږي.                

طالبان او حکومت دواړه ادعا کوي، چې مقابل لوري ته یې درانده زیانونه اړولي دي؛ خو په غزني کې له یوې خوا مخابراتي شبکو کار پریښی او بلخوا پر لویه لار جګړې د دې سبب شوي، چې غزني ښار ته د خبریالانو د ورتګ مخه ونیسي. ستونزمنه ده، چې سړی بې پرې قضاوت وکړي؛ خو څه، چې ښکاره دي، هغه د جګړې قربانیانو ته ځاني او مالي زیانونه دي او بس.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …