په بغلان کې له ۱۶ امنیتي سرتېري او څلور طالبان وژل شوي

(Last Updated On: August 11, 2018 4:45 pm)

د بغلان ولایتي شورا وایي، په بغلان کې د وسلوالو په برید کې ۱۶ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

د بغلان ولایتي شورا رییس محمد صفدر محسني ویلي، چې طالبانو د مرکزي بغلان د انګورباغ په سیمه کې د پولیسو او ملي اردو پر پوستو بریدونه کړي؛ ۱۶ سرتېري وژل شوي او ۱۱ یې ټپیان دي.

هغه باور ي دی، چې طالبانو په دې پوستو کې نفوذي کسان درلودل.

د بغلان والي ویلي، چې تېره شپه په ډنډ غوري کې د امنیتي ځواکونو له خوا عملیات شوي، چې د طالبانو د سرې قطعې ۶ کسان په کې وژل شوي.

طالبانو په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د امنیتي پوستو په برید کې ۱۴ سیمه ییز پولیس هم وژل شوي او  ټول تجهیزات ترې نیول شوي دي.

بغلان والي د طالبانو دا ادعا رد کړې ده.

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …