تازه خبرونه
په ابوظبۍ کې د ملي امنیت د سلاکارانو څلور اړخیزه ناسته جوړه شوه
د افغانستان، امریکا، عربستان او عربي متحده اماراتو د ملي امنیت سلاکارانو د افغانستان د سولې لپاره په ابوظبي کې څلور اړخیزه ناسته جوړه کړه.
د امنیت شورا سلاکار د عربي متحده اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته تللی او په یوه څلور اړخیزه ناسته کې یې د امریکا، عربستان او عربي متحده اماراتو د ملي امنیت شورا له سلاکارانو سره خبرې اترې کړې دي.
د ملي امنیت شورا ویاند قادرشاه وایي، چې دغه ناسته د افغانستان د سولي له بهیره د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع د ملاتړ لپاره یو بل ګام دی او څرګند پرمختګونه به رامنځته کړي. د دې ناستې عملي پلان، چې پرې خبرې کیږي؛ سولې او سیمه ییزې همکارۍ ته ډېر ګټور دی.
د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري په داسې حال کې، چې د طالبانو او امریکایانو خبرې تودې شوي وایي، چې د افغانانو له مالکیت پرته د سولې بهیر ناشونی دی او هر افغان، چې د سولې په بهیر کې دریځ نیسي د سولې شورا په مشوره او د خلکو په ګټه دی.
سیاسي شنونکی احمد سعیدي وایي، اوس ټولې هڅې پر دې راڅرخي، چې سوله راشي؛ ځکه اوس د سیمې هېوادونه هم دخیل شوي دي.
د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو ته خوشبیني په داسې حال کې ډېره شوې، چې څو ورځې مخکې په عربستان کې د اسلامي هېوادونو عالمانو د جدې او مکه مکرمې دواړو ناستو کې د افغانستان روانه جګړه فتنه ونوموله او پر پای ته رسولو یې ټینګار وکړ.
خبریال: علی اصغري
تازه خبرونه
افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.
امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاوشینګ سره په کتنه کې کړې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.
امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.
هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.
تازه خبرونه
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.
راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل
د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.
میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.
هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.
له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.
-
نړۍ2 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه2 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
تازه خبرونه15 hours ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
لوبی2 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
-
تازه خبرونه3 days ago
چینایي سوداګر کابل ته د پنجشېر اوبو لیږدولو په پروژه کې پانګونې ته لیوالتیا لري
-
نړۍ13 hours ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
سوداگري1 day ago
د اوسپنې پټلۍ له لارې ترکیې ته د افغانستان صادرات پیل شول