په غزني کې ښاري ګارنیزیون جوړ شو

(Last Updated On: July 21, 2018 4:07 pm)

چارواکو ویلي، چې په غزني ښارکې مو له ګارنیزیون جوړولو موخه د امنیت ټینګښت او د ترهګرو او زورواکانو پرضد مبارزه ده.

د غزني په ګارنیزون کې د ملي امنیت، ملي اردو او پولیسو برخه اخیستې ده.

د غزني امنیه قومندان فرید احمد مشعل وايي، د ګارنیزیون د کار له پیل سره به امنیت ښه شي.

د نوموړي د څرګندونې له مخې؛ ګارنیزون به ځانګړې امنیتي شمېره ولري او د خلکو په همکارۍ به له ډېرو ناورینونو او جنایتونو مخه ونیسو.

د ۲۰۳ تندر قول اردو د درییمې لوا قومندان محمد نسیم سنګین وایي، هغه خلک، چې غواړي د سیمې امنیت ګډوډ کړي؛ د غزني ښار او خلکو د امنیت خوندي کولو لپاره مو د ښاغلي والي په سپارښتنه یو ګارنیزیون جوړ او فعال کړ.   

د غزني والي وحیدالله کلیمزی له دغو ځواکونو غواړي، چې خلکو ترې ونه ځوریږي.

نوموړی زیاتوي، تاسې د هېواد د ملي ځواک ممثلین یاست؛ خلکو ته ډاډمن ژوندانه په رامنځته کولو کې بشپړه ونډه لرئ.  

 قومي مشران خوښ دي او امنیتي ځواکونه ډاډ ورکوي، چې د قانون ماتوونکیو پر ضد به مبارزه وکړي.

د غزني د عالمانو شورا رییس حاجی اسماعیل وایي، مونږ د هېواد له ټولو امنیتي چارواکو مننه کوو، چې غزني ته یې وړ کسان راولیږل.         

د غزني ګارنیزون افسر حضرت عمر وایي، چې مونږ ولس ته ډاډ ورکوو، چې قانون به ان شاالله پر ټولو یو شان پلی کیږي.         

د غزني ګارنیزون سرتېري ایمل څرګنده کړې، چې خلک په بشپړ ډاډ کولی شي مونږ له پېښو خبر کړي.                   

له دې وړاندې په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د امنیت د ټیګښت په موخه داډول ګارنیزیونونه جوړ شوي دي.

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …