عاجل خبرونه

په بغلان ولایت کې طالبانو د یو شخصي موتر ۶ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: May 5, 2017)

vlcsnap-2017-05-05-16h24m48s6

د بغلان ولایت د چشمه شېر په اړوند سیمه کې طالبانو پر یو شخصي موتر برید کړی، چې په کې یو کس وژل شوی او ۵ نور ټپیان دي.

پولیس وایي، چې د جمعې په سهار(د غویي ۵) طالبانو د بغلان ولایت د چشمه شېر په اړوند سیمه کې د طلوع بس شرکت د رییس پر موتر برید کړی، چې په کې د شرکت رییس وژل شوی؛ ښځه، لور او یو زوی یې ټپیان دي.

د دوی د څرګندونو له مخې؛ نوموړی له خپلې کورنۍ سره د کابل پر لوري روان و.

د پلخمري روغتون داکتران وایي، چې یو شهید او ۵ ټپیان روغتون ته رالیږدول شوي دي.

د طلوع بس ترانسپورت د وژل شوي رییس زوی مدثر وایي، برید کوونکیو د پولیسو جامې اغوستې وې او پلار یې ورته وواژه.

هغه زیاته کړې، چې د مور چغې یې هیچا د طالبانو له وېرې وانه وریدې او ټول مسافر ترې تېریدل.

د دغې کورنۍ خپلوان پلخمري ته رسیدلي او غواړي د طلوع بس ترانسپورتي شرکت د وژل شوي رییس مړی کابل ته ولیږدوي.

خبریال: محمد ذاکر نوري

About Ariana News

Avatar

Check Also

د حیرتانو دوه لارې ته نږدې د راغورزیدلې چورلکې په پېښه کې ۸ کسان وژل شوي

(Last Updated On: October 15, 2019)چارواکو ویلي؛ نن مازیګر د ملي اردو یوه چورلکه د …