په غزني کې د ټاکنو د تر سره کولو لپاره پیاوړي مدیریت ته اړتیا ده- هاشمي

(Last Updated On: July 10, 2018 5:02 pm)

د ټاکنو خپلواک کمیسیون په غزني کې ولایت کې د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د تر سره کولو لپاره پر پیاوړي مدیریت ټينګار څرګند کړی دی.

که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرېکړه کړې، چې په غزني ولایت کې حوزوي ټاکنې تر سره کوي؛ خو اوس هم په دې ولایت کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره نوماندان نه دي معلوم او نه هم د نوملیکنې برخلیک روښانه دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی سید حفیظ هاشمي وایي، چې د غزني د ټاکنو په اړه د کمیسیون حوزوي پرېکړه پخپل حال پاتې ده. دا، چې څنګه کولی شو د نورو ولایتونو تر څنګ د غزني ټاکنې هم مدیریت کړو؛ دا مو یو بې ساری تخنیکي کار دی.

په غزني ولایت کې د ټاکنو د سیمه ییز دفتر دروازې له څه مودې راهیسې د اعترض کوونکیو لخوا تړل شوي او د حوزوي ټاکنو پرېکړه هم له یو لړ نیوکو سره مخ ده.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی ویاند نور محمد نور وایي، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشرتابه باید په دې اړه پوره پاملرنه ولري؛ خپل وخت خوشې تېر نکړي او د ټاکنو د مهالوېش له مخې یې تر سره کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون مسوولینو ویلي، چې په څلور ورځو کې یې له شپږ سوه ډېر شکایتونه ثبت کړي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون چارې؛ ځکه ټکنی دي، چې د ولایتي کمیشنرانو برخلیک یې تر ډېرې مودې ناڅرګند و.

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون غړی عبدالبصیر فیاض وایي؛ شکایتونه ټول په کمیسیون کې راټولیږي. مونږ ته تر پرونه پورې له ۶۰۰ ډېر شکایتونه رارسیدلي، چې ډېره برخه یې د کابل ده  او همدا اوس هم ولایتي کارکوونکي پرې کار کوي.    

د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي بیا په دې اړه وايي، چې یو نوملړ مونږ ته رارسیدلی و؛ خو ستونزې یې لرلې. کوم نوملړ، چې د بشري حقونو کمیسیون چمتو کړی و؛ هغه یوازې د افرادو نومونه ول او پوره پېژندنه یې نه وه. په دې نوملړ کې د ښځو په اړه هم څه لیکل شوي نه ول.     

په څلور ورځو کې د شپږ سوه شکایتونو له ثبتولو ښکاري، چې د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون به په راتلونکي کې له پېچلو او ستونزمنو کارونو سره مخ شي.

خبریال: علی اصغري

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …