Connect with us

تازه خبرونه

په سعودي عربستان کې کیدونکې ناستې ته افغان پلاوی روان شو

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سعودي عربستان په جده ښار کې د دیني عالمانو جوړیدونکې غونډې ته له افغانستان څخه د مولوي قیام الدین کشاف په مشرۍ یو ۳۶ کسیز پلاوی روان شو.

سعودي عربستان د افغانستان د جګړې په اړه د اسلامي هېوادونو د لسګونه دیني عالمانو د غونډې کوربتوب کوي. دا غونډه په جده او مکه مکرمه کې د روانې میلادي میاشتې پر لسمه او یوولسمه، چې د چنګاښ له ۱۹ او ۲۰ سره برابره ده ؛ جوړیږي او په افغانستان کې به د جګړې په اړه بحث وکړي.

اټکل داسې دی، چې د نړۍ د پېنځه پنځوس اسلامي هېوادونو لسګونه دیني عالمان د لومړي ځل لپاره په جده او مکه کې را ټولیږي او په افغانستان کې د روانې جګړې او روان تاوتریخوالي په اړه به ښکېلو خواوو ته ځانګړې سپارښتنې وړاندې کړي.

لومړۍ غونډه په جده ښار کې کیږي او دوه یمې غونډې ته په مکه مکرمه کې چمتوالی نیول شوی دی.

د افغانستان د دیني عالمانو د شورا غړی رحیم بیګ یعقوب وایي، دغه ناسته به د نورو ناستو په پرتله ځانګړې وي؛ په دې دوه ورځنۍ ناسته کې، چې په جده او مکه مکرمه کې جوړیږي  ۳۷ اسلامي هېوادونه ګډون کوي. د ناستې ګډونوال به د اسلامي جهان د خیر او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په اړه پوره خبرې وکړي.  

د سولې شورا وايي دغه ګډ پلاوی له ښکاره پیغام سره په دې کنفرانس کې ګډون کوي.

د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري ویلي، چې دا غونډه له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیل او افغان حکومت لپاره ډېره مهمه ده.

افغان دولت له کلونو راپدیخوا له وسلوالو طالبانو سره د سولې د خبرو هڅې کوي؛ خو تر اوسه وسلوالو طالبانو له افغان حکومت سره خبرو ته لیوالتیا نه ده ښودلې.

وسلوالو طالبانو د عربستان د غونډې په اړه اعلامیه خپره کړې او ویلي یې دي، چې دیني عالمان په دغه ډول غونډو کې د ګډون پر ځای باید له مسلمان افغان ملت سره د همکارۍ او یارۍ فکر وکړي.

دوی وار له مخه دا ډول ناستې د امریکا له لوري د فشار هغه لړۍ بللې، چې جنرال نیکلسون يې څو میاشتې وړاندې یادونه کړې وه.

د حزب اسلامي د یوې څانګې رهبر عبدالهادي ارغنديوال بیا هیله من دی، چې د سعودي عربستان غونډه به وسلوال طالبان سولې ته وهڅوي.

د افغانستان د جګړې د پای رسولو او سولې د ټينګښت لپاره په سیمه ییزه کچه دا هڅې په داسې حال کې پیل شوي، چې ټاکل شوې په بروکسل کې چارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د ناتو غړیو هېوادونو سرمشریزه هم جوړه او هلته به د افغانستان د کړکیچ پر حل او د ناتو پر راتلونکي رول مهمې پرېکړې وشي.

تازه خبرونه

د داعش خراسانی مشر د پاکستان په بلوچستان کې دی – رویټرز

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د داعش د خراسان څانګې مشر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې ژوند کوي.

د دغه خبري آژانس د راپور له مخې: ۲۹ کلن ثناالله غفاري، چې شهاب المهاجر هم یاد شوی؛ دا ډله یې د داعش پر تر ټولو وېرونکې څانګې بدله کړې ده.

رویټرز دا هم څرګنده کړې، چې ثناالله غفاري په ۲۰۲۰ ز. کال کې د داعش خراسان څانګې مشري پر غاړه واخیسته او د ده د مشرۍ پر مهال دغې ډلې سخت بریدونه وکړل او یو شمېر کسان یې ځان ته جلب هم کړل.

رویټرز زیاته کړې، چې د غفاري په اړه د ۲۰۲۱ کال د کابل پر هوايي ډګر د داعش له وژونکي برید مخکې، چې ۱۷۰ افغان ملکي وګړي او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل شول؛ ډېر لږ معلومات خپاره شوي وه.

د داعش د خراسان څانګې بحث وروسته له هغې ګرم شو، چې د تېرې جمعې ورځ مسکو ته نږدې د کنسرت په یوه تالار کې خونړۍ ډزې وشوې او لږ تر لږه ۱۳۹ کسان په کې ووژل شول.

له دې مخکې پاکستانيو چارواکو اعلان کړی و، چې غفاري د تېر کال په جون میاشت کې د افغانستان په کونړ ولایت کې وژل شوی؛ خو اوس رویټرز خبر ورکوي، چې نوموړی پاکستان ته تښتېدلی او د بلوچستان په ایالت کې اوسېږي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، داعش له څه باندې دوه کلونو راپدیخوا په افغانستان کې ځپل شوی او خپلې عملیاتي وړتیاوې یې له لاسه ورکړي او ګواښ پېښولی نشي.

ویل کیږي، چې داعش په افغانستان کې وروستی برید د کندهار ولایت د کابل بانک پر دفتر وکړ، چې ۳ کسان یې ووژل او ۱۲ نور ټپیان دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د رښتر پر کچه ۵ اعشاریه ۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د هند د زلزلې ملي مرکز څرګنده کړې، چې نن (پنجشنبه د وري نهمه) له غرمې وروسته د رښتر پر کچه ۵.۲ درجې زلزلې افغانستان ولړزاوه.

دا زلزله د ځمکې په ۷۰ کیلومټره ژوروالي کې رامنځته شوې او مرکز یې د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ شمال ختیځه غرنۍ سیمه ده.

دغه زلزله پر افغانستان سربېره په تاجکستان، ازبکستان او قرغزستان کې هم احساس شوې ده.

تر اوسه د دې پېښې د ځاني او مالي زیان په اړه څه ندي ویل شوي.

تېر اکټوبر په هرات ولايت کې د رښتر پر کچه شپږ اعشاريه څلور درجې زلزلې له دوه زره زيات کسان مړه او ډېر کلي ویجاړ کړل.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بیات بنیاد د روژې مرسته د بلخ ولایت اړمنو ته ورسېده

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې د بلخ ولایت لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد د روژې د مرستو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت لسګونه اړمنې کورنۍ تر پوښښ لاندې راغلې. په بلخ ولایت کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وایي؛ په دې مرسته کې اوړه، غوړي او وريجې شته، چې پر اړمنو کسانو وېشل شوې دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده.

هغو کورنیو، چې دغه مرستې ترلاسه کړې د دې بنسټ له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې له اړو کسانو سره مرستې وکړي.

بیات بنیاد یو له هغو خیریه بنسټونو څخه دی، چې په تېرو ۲۰ کلونو کې یې پر اړمنو کورنیو د مرستو د وېش ترڅنګ یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې رغنیزې پروژې هم پلې کړې دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!