په سرپل کې څلور قاضیان وسلوالو طالبانو تښتولي

(Last Updated On: July 05, 2018 4:53 pm)

سیمه ییزو پولیسو ویلي؛ د سرپل ولایت د استیناف محکمې څلور قاضیان، چې شبرغان ته روان ول وسلوالو طالبانو تښتولي دي.

د سرپل د پولیسو قومندان عبدالقیوم باقي زوی وایي، د سرپل استناف محکمې د دغو قاضیانو له سفره خبر نه دی ورکړی او پخپل سر یې شبرغان ته د تګ اراده کړې وه.

ښاغلي باقي زوی زیاته کړې، چې په دې ساحه کې د دواړو لوریو تر منځ نښته هم شوې، چې په کې دوه طالبان وژل شوي او شپږ  نور ټپیان دي.

د ولایتي شورا رییس محمد نور رحماني د سرپل لویې لارې امنیت د اندېښنې وړ بولي او وایي، تشکیل یې لږ دی.

هغه له حکومت غواړي، چې فاریاب ته نور ځواکونه ولیږي.

امنیتي مسوولین وایي، دولتي کارکوونکي مخکې له دې، چې د جوزجان– سرپل پر لویه لار سفر کوي، دوی دې خبروي.

څو ورځې مخکې د دغې لویې لارې د امنیت لپاره د امنیتي پوستو له جوړیدو خبره شوې وه.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …