په غزني، زابل او کندهار کې د شریعت غږ رادیو خپرونو اندېښنې راپارولي

(Last Updated On: مې 27, 2018)

د غزني یو شمېر اوسیدونکي د طالبانو د شریعت رادیو خپرونې د اندېښنې وړ بولي او له حکومت غواړي، چې ژر یې مخه ونسي.

شریعت غږ رادیو له لس کلونو راپدیخوا په غزني کې محدود نشرات درلودل؛ خو اوس پراخ شوي او حتا تر کندهار او زابل ولایتونو اوریدل کیږي.

د غزني ښار اوسیدونکي وایي، چې طالبان د دې رادیو له لارې د خندق عملیاتو په تړاو خپرونې کوي. ان افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته هم د دې رادیو خپرونې ناشنا ندي او کله ناکله یې اوري.

دغو خلکو له حکومت غوښتي، چې د دغې رادیو د نشراتو مخه ونیسي.  

تر اوسه سیمه ییز حکومت او مرکزي حکومت د دغې رادیو د خپرونو د مخنیوي لپاره کار نه دی کړی؛ طالبان له دې لارې خپل افراد هم ګماري.

سیمه ییز چارواکي وایي، د راډیو مخه؛ ځکه نه شي نیولی، چې ګرځنده ده.

د غزني ولایتي شورا غړی نصیر احمد فقیري ویلي، چې: دغه رادیو سیارې خپرونې لري او د سیمې پر نښه کول یې هم آسانه کار ندی.

طالبانو د جګړو د ډګر تر څنګ په رواني ډګر کې هم هڅې پیل کړي؛ رسنۍ او جوماتونه د عامه افکارو د راګرزولو په موخه د ځان په ګټه کاروي.  

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دغې رادیو خپرونې قانوني نه بولي او وایي، دغه رادیو د رسنیز بنسټ په توګه په دې وزارت کې ثبت شوې نه ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشاور جعفر راستین زیاتوي: د دغې رادیو خپرونې پر عامه اذهانو منفي اغېز لري.         

له رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نۍ د مشرتابه غړی عبدالمجیب خلوتګر د بیان پر آزادۍ د دغې رادیو له منفي اغېزه اندېښمن شوی او وایي، دولت باید د دغو خپرونو مخه ونیسي.  

خبریالان: شاپور فرهمند، لیدا نیازۍ او سمیع جهش

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …