په بغلان کې سیلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

(Last Updated On: مې 20, 2018)

په بغلان کې د وروستیو سیلابونو د راوتلو له کبله ۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی؛ په زرګونه کورونه او بڼونه  ویجاړ شوي دي.

د بغلان طبیعي پېښو ته د لاسرسي اداره وایي، د بغلان وروستیو سیلابونو د ۴ کسانو ژوند واخیست،  څه د پاسه زر کورونه یې ویجاړ کړل او په سلګونه جریبه ځمکې او میوه لرونکي بڼوڼه یې وړي دي.

د بغلان طبیعي پېښو ته د لاسرسي ادارې رییس محمد نصیر کهزاد زیاتوي: په دغو سیلابونو کې شاوخوا ۲۰۰ څاروي له منځه تللي؛ د خوست، فرنګ، ګذرګاه نور، جلګه او تاله و برفک لارې هم تړل شوې دي.

هغه دا هم ویلي؛ له ۲۰۵ کورنیو سره مرسته شوي، چې هرې کورنۍ ته د ۳۵ زره افغانیو پر ارزښت خوراکي توکي او د اړتیا وړ مواد وېشل شوي او دغه لړۍ د بغلان په ۱۰ ولسوالیو کې روانه ده.

د بغلان طبیعي پېښو ته د لاسرسي اداره ټینګار کوي، چې د سیلابونو له کبله به ټولې زیانمنې شوې کورنۍ وپېژندل شي او مرستي ورسره روانې ساتل کیږي.

About Ariana News

Check Also

د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ لاریونکوني د برښنا غوښتونکي شول

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) د پکتیا د احمد ابا ولسوالۍ اوسیدونکیو لاریون کړی …