عاجل خبرونه

په ارګ کې د تذکرو لپاره د بایو متریک بهیر بیا پیل شو

(Last Updated On: March 4, 2018)

د وګړیو د احوال ثبتولو اداره وايي؛ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د برښنايي تذکرو د بایو متریک پیل شوی بهیر، چې یوه اوونۍ ځنډیدلی و اوس بیا پیل شو، چې تر اوسه د شپږ سوه کسانو بایو متریک بشپړ شوی؛ خو دغه اداره اوس هم نه پوهیږي، چې د تذکرو وېش به څه وخت پیلیږي.

د وګړیو د احوال ثبتولو اداره وايي، چې دغه بهیر د تاپي پروژې او د کابل د غونډې د مراسمو له کبله ځنډيدلی و.

د وګړیو د احوال ثبتولو ادارې ویاند روح الله احمدزی وایي، تېره ورځ دغه بهیر په ارګ کې په رسمي توګه بیا پیل شو او تر دې دمه د ۶۰۰ کسانو معلومات په سیستم کې ولیکل شول.

د برښنايي تذکرو د وېش پر سر له ارګ سره د اجرائيه ریاست اختلافونه اوس هم پر ځای دي.

اجرائيه ریاست وايي، چې د برښنايي تذکرو په اړه سراسري اجماع ته اړتیا ده.

د ولسمشر پخوانی سلاکاراحمد الله علیزی وایي، چې  تذکرې د قومونو تر منځ بېلوالی رامنځته کړ او پر دغه بهیر ټینګار د افغانستان قومونه یو او بل ګواښلو ته اړ کړي دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، چې د برېښنايي تذکرو وېش دې له قانون سره سم پیل شي.

د ولسي جرګې غړې هیلۍ ارشاد ویلي، چې دا بهیر باید له قانون سره سم پیل شي او له حکومته غواړم، چې د تذکرو وېش ساده کار ونګڼي او قانون ته درناوی وکړي.  

د برښنايي تذکرو له وېش سره مخالفتونه هغه وخت را پورته شول، چې د ملت په توګه د افغان له لیکلو سره ځينو مخالفت وښود. که څه هم د وګړیو د احوال ثبتولو قانون توشیح شوی او افغان د ملت په توګه په کې تسجیل شوې؛ خو ځينې قومونه وايي، چې افغان پر ځانګړي قوم اطلاق کیږي، نو په پېژند پاڼو کې یې له لیکلو سره مخالفت روان دی.

خبریال: باعث حیات

About Ariana News

Avatar

Check Also

له دوه یم نړیوالی جګړې راهیسې، کووید-۱۹ ترټولو لویه ننګونه ده – ملګري ملتونه

(Last Updated On: April 1, 2020) د ملګرو ملتونو عمومي منشي، آنتونیو ګوټرز خبرداری ورکوي …