عاجل خبرونه

په غزني کې ملي امنیت په تېره یوه اوونۍ کې ۵ طالبان نیولي

(Last Updated On: اپریل 14, 2018)

د غزني ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دغه ولایت د ملي امنیت کارمندانو په تېره یوه اوونۍ کې ۵ طالبان له بېلابېلو سیمو نیولي، چې په ترهګریزو فعالیتونو او د دولتي کارمندانو په ترور کې یې لاس درلود.

د غزني والي ویاند محمد عارف نوري وايي: امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې پر وژنو تورن نور طالبان هم ونیسي.

هغه د دغو پېنځه کسانو نیول د امنیت په ټینګښت کې اغېزمن وګڼل.

د غزني امنیه قومندان محمد زمان خوستی وایي: د پولیسو تشکیل لږ دی او طالبان د دوی په پرتله په پرمختللیو وسلو سمبال شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ وسلوالو طالبانو د غزني پر خواجه عمري ولسوالۍ وسلوال برید وکړ؛ د ولسوال او امنیت د مدیر په ګډون یې ۱۴ سرتېري ووژل او د ولسوالۍ وداني یی هم سوځولې وه.

About Ariana News

Check Also

د اسلام د ستر پیغمبر میلاد په ارګ او د هېواد په نورو برخو کې ونمانځل شو

(Last Updated On: نوومبر 20, 2018) ولسمشر غني د میلاد النبي په مراسمو کې څرګنده …