په سرپل کې د یوې امنیتي پوستې ۶ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: اپریل 7, 2018)

امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه وسلوالو د سرپل د مرکز په چمچغ لیګ سیمه کې د دغه ولایت د امنیتي کمربند پر پوسته برید کړی؛ درې سرتېري یې وژلي او درې نور دي.

یوې امنیتي سرچینې، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي ویلي، چې وسلوالو یاده امیتي پوسته سوځولې ده.

سرچینې زیاته کړې، چې نښته تر سهاره روانه وه او د مرستندویو ځواکونو په رارسیدو طالبانو سیمه پریښې ده.

د سرپل د امینه قومندانۍ امنیت آمر اسد الله حبیبي وایي، چې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ په دې دوه ساعته نښته کې ۵ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

دغه راز هغه سرتېری، چې له دې نښتې روغ رمټ وتلی وایي؛ ۲۰۰ وسلوالو طالبانو، چې له لیزي وسلو او شپنیزو لیدونکيو برخمن ول؛ پر مونږ بریدونه پیل کړي دي.   

سرچینې د طالبانو د مرګ و ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو تر دې دمه د دغه برید مسوولیت پرغاړه ندی اخیستی؛ خو تېره ورځ یې د سرپل په مرکز کې پر امنیتي پوستې برید کړی و، پېنځه سرتېري یې وژلي وه او اووه نور یې ټپیان کړي وه.

About Ariana News

Check Also

په ننګرهار کې ۲۴ داعش جنګیالي ملي امنیت ته تسلیم شوي

(Last Updated On: نوومبر 18, 2018) په ننګرهار کې د ۹ بهرنیانو په ګډون څلیریشت …