۳۳ زره متقاعدینو خپل حقوق تر لاسه کړي نه دي

(Last Updated On: جنوري 30, 2018)

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مني، چې ۳۳ زره متقاعدینو خپل حقوق تر لاسه کړي نه دي او وایي، چې مالیې وزارت ته د دوي بورجه وړاندې شوې؛ خو دې وزارت د اړتیا وړ افغانۍ ورکړ شوې نه دي.

یو شمېر متقاعدین وایي، ډېرې منډې رامنډې مو د تقاعد د تر لاسه کولو لپاره کړي؛ خو حقوق مو تر لاسه کړي نه دي.

غلام فاروق نومی د متقاعد زوی وایي؛ مونږ ته ویل شوي، چې تاسې باید بایومیتریک شئ، خو دا دی دا درېیمه ورځ ده نه پوهیږم، چې ولې مو کار نه کیږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دې لړۍ د پڅوالي لامل د بودیجې نشتوالی ښیي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند عبدالفتاح عشرت ویلي، چې څه نا څه دوه نیم میلیارد افغانیو ته اړتیا لرو؛ مالیې وزارت ته مو وړاندیز کړی، خو تر اوسه مو تر لاسه کړي نه دي.

د مالیې وزارت ویاند حمیدالله عبدلرحیم زی د ستونزې په اړه وایي، چې له کار او ټولنیزو چارو وزارته مو وغوښتنل، چې خپل بایو متریک او بانکي حسابونه د نوي مالي تر پیلیدو خلاص کړي. تر دې دمه ډېرې افغانۍ ورکړ شوي او لږ پاتې دي.

د یادونې وړ ده، چې شاوخوا ۱۴۰ زره متقاعدین په ټول هېواد کې لرو؛ خو ۳۰ زرو یې تراوسه خپل حقونه نه دې ترلاسه کړي.

About Ariana News

Check Also

د کابل پوهنتون د لیلیې زدکوونکیو نښته کړې

(Last Updated On: نوومبر 15, 2018) د کابل پوهنتون دلیلې د محصلینو ترمنځ د پنجشنې …