عاجل خبرونه

په ترهګریزو بریدونو کي ناکره څرګندونو د رسنیو غبرګونونه راپارولي

(Last Updated On: January 22, 2018 6:34 pm)

د هری ترهګریزي او خونړۍ پېښې په پای کي د تلفاتو د ضد و نقیض شمېر ورکول خلک سخت اندېښمن کړي دي. د شنبې په شپه پر انتر کانتننتال هوتل د ترهګریز برید په پای کې د تلفاتو شمېر د کورنیو چارو وزارت د ویاند نجیب دانش لخوا د بهرنیانو په ګډون ۱۹ او د ټپیانو ۱۰ کسه وښودل شو؛ خو اوس، چې له دې پېښې دوه ورځې تېریږي، په دې شمېر کې توپیر لیدل کیږي او عیني شاهدانو د تلفاتو شمېر له ۶۰ ډېر ښودلی، چې دې وضعیت د رسنیو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو غبرګونونه راپارولي دي.

د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس مجیب خلوتګر ویلي، چې حکومت د پېښو د کره تلفاتو د ښودلو په اړه پوخ نیت نلري.

خبریال غضنفر عادلي وایي؛ تېره ورځ، چې حکومت پر انترکانتیننتال هوتل د ډله ییز برید د تلفاتو راپور ورکړ، کره شمېر نه و؛ خو عیني شاهدانو د تلفاتو شمېر ډېر ښودلی دی.   

خبریال محمد رقیب فیاض وایي، چې حکومت او امنیتي چارواکي غواړي په دې توګه خپلې کمزورۍ پټې او ځان ډاډمن وښیي.

کورنیو چارو وزارت د دغو غبرګونونو په اړه تر دې دمه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د یادونې وړ ده، چې د رسینو ملاتړیو بنسټونو ویلي؛ حکومت اطلاعاتو ته د لاسرسی قانون ترپښو لاندې کړی دی.

خبریال: شبیر احمد صالح

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …