عاجل خبرونه

په غزني کې د وسلوالو طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز کشف شو

(Last Updated On: دسمبر 7, 2017)

امنیتي مسوولین وایي، په غزني کې د وسلوالو طالبانو د ماین جوړولو یو مرکز کشف او داسې وسایل تر لاسه شوي، چې د ماینونو د جوړولو په برخه کې ترې کار اخیستل کیږي؛ خو د پېښې په تړاو څوک نیول شوي نه دي.

د غزني امنیه قومندان محمد زمان خوستی وایي، له دغو وسایلو څخه ماینونه جوړېدل، چې د افغان ځواکونو پر ضد وکارول شي.

نوموړی زیاتوي، له دې سره به په ترهګریزو پیښو کې کمی را شي.

د یادونې ده، چې طالبان په خپلو بریدونو کې له ماینونو ډېر کار اخلي.

About Ariana News

Check Also

اجرائیه رییس عبدالله د ايران له ولسمشر سره لیدلي

(Last Updated On: سپتمبر 25, 2018) د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس داکتر …