عاجل خبرونه

په بغلان کې د سرې قطعې ۲۱ طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

(Last Updated On: November 5, 2017)

په بغلان کې پولیسو په ډاګه کړې، چې تېره شپه د طالبانو سرې قطعې د پلخمري د خوږیاڼو او چشمه شېر پر پوستو برید وکړ، چې د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ او په نښته کې ۱۰ طالبان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د بغلان ولایت د پولیسو قومندان جنرال اکرام الدین سریع زیاتوي، چې د نښتې په ډګرکې د ۷ فدایي طالبانو مړي امنیتي ځواکونو ته پاتې شوي، چې ډېر یې له ۱۸ کلونو ټیټ عمرونه لري.

نوموړي منلې، چې په دې نښته کې دوه پولیس هم ټپیان شوي؛ خو وایي، چې پولیسو دوه میله کلاشینکوفونه  او یو میل آر پي جي توغندی هم غنیمت نیولي دي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې د بغلان پوځیانو ته یې درانده زیانونه اړولي دي.

خبریال:  محمد ذاکر نوری

About Ariana News

Avatar

Check Also

په کابل کې د ایران سفارت خپل کونسلي چارې ودرول

(Last Updated On: February 24, 2020) په کابل کې د ایران سفارت نن د کب …