په بغلان کې پولیسو جګړه سوداګریزه کړې ده

(Last Updated On: August 17, 2017 7:04 pm)

د بغلان سیاسي فعالان د جګړې پر دوام اندېښمن دي او وایي، چې په دې ولایت کې پولیسو جګړه سوداګریزه کړې ده

دوی یوشمېردولتي بنسټونه او په ځانګړي توګه پولیس چارواکي پړ بولي.

د بغلان ولایت سیاسي فعال خبرداری ورکوي، چې که مخه یې ونه نیول شي؛ د دې جګړو لمن به نورو شمال سیمو ته هم وغزیږي.

مدني فعال مامور احمدزی د امنیه قومندانۍ د نشه یی توکو په وړاندې د مبارزې مدیر، د ترافیکو مدیر، امنیه قومندانۍ د ریرزف مدیر او د نهرین ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ اړوند چارواکي یادوي او وایي، د ولسمشر په خبره  څوک غوږ نه ګروي او خلاف کارکسان د سزا پر ځای ستایل کیږي.

کورنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

About Ariana News

Check Also

په فراه کې ۳۸ وسلوال طالبان وژل شوي- امنیه قومندان

(Last Updated On: February 22, 2018 4:28 pm) د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ په …