عاجل خبرونه

که طالبان جګړه بندوي، مونږ یې منلو ته چمتو یو- اشرف غني

(Last Updated On: January 23, 2020)

ولسمشر اشرف غني د داووس د نړیوالې اقتصادي ناستې په څنډه کې له فاکس نیوز سره د مرکې پر مهال ویلي، چې که طالبان جګړه بندوي؛ نو مونږ يې منلو ته چمتو یو، خو که يې موخه د سولې په نامه د نظام ړنګول وي، حکومت او خلک یې  مخنیوی کوي.

نوموړي پوښتلي؛ آیا طالبان غواړي تاوتریخوالی پای ته ورسوي؛ که ځواب هو وي، نو افغانان او حکومت چمتو دي، چې دوى خپل کړي. که دوی سولې ته د داسې يوې وسيلې په سترګه ګوري، چې پر مټ يې حکومت او ټولنه ړنګه کړي؛ بیا حکومت او ټولنه د دوی مخه نیسي.

د امریکايي ځواکونو د وتلو پوښتنې ته په ځواب کې اشرف غني ویلي، چې د ځواکونو شمېر کمیدای او ډېریداى شي؛ خو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د بهرنیو ځواکونو شتون يوازې یوه وسیله ده؛ اصلي بنسټ د امریکا او افغانستان ترمنځ دوه اړخیز او له ناتو سره د افغانستان امنیتي تړونونه دي.

ولسمشر اشرف غني د افغان امنیتي ځواکونو پر وړتیا ټينګار څرګند کړی او وایي، چې له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو وتل به د افغان ځواکونو پر وړتیاوو اغېز و نلري؛ ځکه اوس له پخوا ډېر پياوړي دي.

هغه دا هم ویلي، چې له سيمې څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره اړتيا ده، چې د سیمې هېوادونه سره نږدې شي او پر اړتیاوو وپوهیږي.

طالبانو  د قطر د سیاسي دفتر د مسوولینو په اړه د ولسمشر غني څرګندونې نا مسوولانه ګڼلي او په دې اړه یې سخت غبرګون ښکاره کړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړې، چې د طالبانو سیاسي او پوځي مبارزه به د بهرنیو ځواکونو تر وتلو روانه وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ سپینې ماڼۍ د ترمپ او ولسمشر اشرف غني د لیدنې په اړه څرګنده کړه، چې دواړو لوریو د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي پر دومداره کمښت او داسې خبرو ټینګار کړی، چې په پایله کې يې افغانان یو تلپاتي اوربند ته ورسېږي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

په افغانستان کې دې ښکېلې خواوې سولې ته د رسیدو لپاره هڅې وکړي – ملګري ملتونه

(Last Updated On: February 24, 2020) ملګرو ملتونو ټولنې په افغانستان کې له ښکېلو لوریو …