Connect with us

تازه خبرونه

که طالبان سوله ونکړي، نومونه به یې په تورنوملړ کې راشي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د افغانستان ولسمشر؛ وخت د وسلوالو طالبانو په ګټه نه بولي او خبرداری ورکوي، چې که د سولې خبرو ته حاضر نه شي، نومونه به یې د نړیوالې ټولنې په تور نوملړ کې شامل کړي.

ولسمشرغني له نړیوالو مرستندویانو سره د مرستو د همغږۍ په شلمه غونډه کې ډاډ ورکړ، چې له نړیوالو سره په خپلو ژمنو کلک ولاړ دی.

دی وايي، چې افغانان له نړیوالې ترهګرې سره د مبارزې په لاره کې تر ټولو ډېره قرباني ورکوي. ولسمشر ټينګار کوي، چې سوله د افغانانو لپاره حیاتي اړتیا ده؛ نو، ځکه یې وسلوالو طالبانو ته داسې خبرداری ورکړ.

د نوموړي په وینا؛ د ملي وحدت حکومت سولې ته ژمن دی او تر اوسه زمونږ د سولې لاس مقابل لوري نه دی ټينګ کړی. له پاکستان سره د دولتونو په توګه د اړیکو د ټينګولو ډاډ مو نه دی ترلاسه کړی. نړیوال باید پوه شي، چې افغانان له ورانیو او جګړو څخه سخت ستړي دي او طالبان باید پوه شي، چې وخت یې په ګټه نه دی روان. که سولې ته نه تیاریږي؛ نو د نړیوالو په تور لست کې د شاملیدو لپاره دې ځان چمتو کړي.

  ده په امنیتي بنسټونو کې پر اصلاحاتو هم ټينګار وکړ او زیاته یې کړه، چې له فساد سره یې مبارزې  او شفافیت ته یې لومړیتوب ورکړی دی.

د هغ د وینا له مخې؛ سمونونه انتخاب نه، بلکې، یوه جدي اړتیا ده. له اصلاحاتو پرته به مونږ د خلکو او نړیوالو ملاتړ له لاسه ورکړو. اصلاحات باید یو ملي او محوري مسئله وګڼل شي او په ټولو پوړیو کې باید را منځته شي.

ولسمشر په افغانستان کې د سترو ترهګریزو بریدونو په اړه د نړیوالو چوپتیا د حل لاره نه ګڼي.

ولسمشر د افغانستان د اوبو په اړه د ایران د ولسمشر د څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې د خپلو اوبو مدیریت به په لاس کې اخلي.

هغه وایي، په لنډ مهالو عوایدو تکیه زمونږ لومړیتوب نه دی، بلکې پر هغو سرچینو تکیه، چې زمونږ عواید دوامداره کوي، زمونږ لومړیتوب دی. د اوبو په بندونو او کرنه مونږ مخکې له مخکې خپله پانګونه ډېره کړې ده. مونږ به د فقر د ختمولو لپاره اتلس میلیون متره مکعبه اوبه مدیریت کړو.

ولسمشر زیاتوي؛ په هېواد کې د ځینو کسانو ناخوښي قومي بڼه غوره کوي، د قومي قطبونو پټ جوړښتونه، چې تباهۍ ته لاره پرانیزي، باید بابیزه ونه ګڼل شي. ځينې کسان خپلې ګټې په ملي ګتو لوړې ګڼي. د ملي یوالي حکومت به اجازه ورنګړي، چې دا زهر نور خواره شي.

ولسمشر پر کابل ښاریانو عږ وکړ، چې د امنیت د ټينګښت لپاره دې ده ته شپږ میاشتې وخت ورکړي.

ده ژمنه وکړه، چې د سرتېرو شمېر به زیاتوي او استخبارات به پیاوړي کړي.

د یادونې وړ ده، چې فساد او ناامني د ثبات او پرمختګ په وړاندې ستر خنډونه ګڼل کیږي.

Advertisement

تازه خبرونه

تېر ۲۰۲۳ کال د افغانستان د خلکو لپاره د سترو ننګونو کال و -راپور

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په ۲۰۲۴ کال کې به د افغانستان شاوخوا ۱۵ اعشاریه ۸ میلیون خلک د خوړو د خوندیتوب له بحران او بېړنۍ کچې سره مخ شي.

 په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولنې د ۲۰۲۳ کال د پایلو په کلني راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې میلیونونه وګړي له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي، چې ډېري یې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کولی نشي.

ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې بشري ناورین په ۲۰۲۳ کال کې هم دوام درلود او دغه هېواد یوه لسیزه شاه تګ کړی او دا مهال د افغانستان نیمايي وګړي په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري له افغانانو سره د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کوي او زیاتوي، چې دغه وزارت په هېواد کې د فقر او لوږې د ختمولو لپاره مناسب پلانونه لري.

ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي، چې له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا د اقتصادي تولیداتو کچه یو پر څلورمه راټیټه شوې او د نړیوال بانک د راپور له مخې دا مهال د افغانستان نیمايي نفوس په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې او څرګندوي؛ دوی له افغانستان سره د مرستو د دوام لپاره د بودجې له کمښت سره مخ دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

ملګرو ملتونو تېر کال په افغانستان کې د اوبو ۴۷۰ کیلومټره کانالونه جوړ کړل

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

د خوړو نړيوال پروګرام ویلي، چې تېر کال يې په افغانستان کې د سيمه‌ييزو ټولنو پر همکارۍ د شاوخوا ٤٧٠ کيلومټرو پر اوږدوالي د اوبو کانالونه جوړ کړي دي.

د دې پروګرام د افغانستان برخې د چارشنبې پر ورځ (د وري نهه‌ویشتمه ) په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ په افغانستان کې کروندګر اوبو ته له لاسرسي پرته خپل ژوند روان ساتلی نشي.

دغه راز څرګنده شوې؛ د اوبو کانالونو له کروندګرو سره مرسته کړې، چې خپلو کورنیو ته خواړه برابر کړي او خپل اضافي تولیدات او محصولات وپلوري.

د خصوصي سکتورغړي هم  وايي؛ د خوړو نړیوال پروګرام له‌خوا په هېواد کې د اوبو د مدیریت لپاره د کانالونو له جوړولو هرکلی کوي او څرګندوي، چې د هېواد د اوبو مدیریت کولی شي افغانستان  له فقر او اقتصادي بحران څخه وژغوري.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو وچکالۍ وروسته؛ وروستیو اورښتونو د افغانستان کروندګر هیله من کړي، چې راتلونکی کال به ښه حاصلات ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

په بیجینګ کې د چین او افغانستان درېیمه اقتصادي ناسته تر سره شوه  

Published

on

(Last Updated On: وری ۳۰, ۱۴۰۳)

په بیجينګ کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارتونو د اړوند سياسي څانګو پر مشرۍ د بشري مرستو او اقتصادي بيارغونې پر ميکانيزمونو درېيمه ناسته ترسره شوه.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې په دې ناسته کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پر استازیو سربېره د صنعت او سوداګرۍ، کانونو او پټروليم، د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو او د طبيعي پېښو پر وړاندې د امارت وزارت استازو ګډون کړی و.

دغه راز په دې ناسته کې د چين د سوداګرۍ، طبيعي سرچينو، د چين نړيوالې پراختيايي ادارې او نړيوالې همکارۍ ادارو استازو هم برخه اخیستې وه.

د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دې ناسته کې له تېرو دوه نيمو کلونو راپدیخوا د طبيعي پېښو، جبري راستانه شویو کډوالو او روغتيا په برخه کې د مرستو پر میکانیزمونو بیا کتنه وشوه.

 افغان پلاوي د چين د مرستو د ګټورتوب لپاره خپل وړانديزونه او سلا مشورې چينايي اړوند لوري ته وړاندې کړل.

چينايي لوري ژمنه کړې، چې له افغانستان سره به د چين بشري مرستې د افغان لوري د اړتياوو او لومړيتوبونو له پام کې نيولو سره تنظيم کړي. دغه راز به له افغانستان سره د جبري راستانه شویو کډوالو د مېشتېدو په برخه کې د چين د سل میلیون يوانو په مرستو کې د افغان لوري وړانديزونه هم په پام کې ونيول شي.

د چين سره صليب ټولنې ژمنه کړې، چې په چين کې به د افغان ماشومانو د زړه ناروغيو د درملنې د بيا پيل زمينه هم برابره کړي.

د عبدالقهار بلخي د څرګندونو له مخې؛ د افغانستان د اقتصادي بيارغونې ميکانيزم په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زياتوالي په ځانګړي توګه چين ته د زیاتو افغان توکو د صادرولو د زمينې برابرولو، وړتیا لوړونې او په افغانستان کې د کانونو او معاصرې سوداګرۍ په برخه کې د چين د پانګونې د فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشوې.

دواړو لوريو چين ته د افغانستان د جلغوزو له صادراتو وروسته د انارو د صادراتو زمينې د برابرولو د هرکلی ترڅنګ په افغانستان کې د نفتو د استخراج کچې لوړولو او د لوګر مس عینک کان د استخراج د پيلولو په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه خبرې وکړې او ټينګار وشو، چې د چارو د چټکتيا پر طرحو به غور وشي.

افغان لوري د چين پر ملاتړ د افغانستان د حکومت په ګڼو وزارتونو او ادارو کې د ملکي مامورينو د وړتیا لوړونې لپاره له روزنيزو پروګرامونو او افغانانو ته د سکالرشپونو د لړۍ له پراخولو هرکلی وکړ.

ویل کیږي، چې په دې ناسته کې د واخان اقتصادي دهلیز د اهميت او احتمالي ګټو او د دې کوريډور د پرانيستو پر امکاناتو هم بحثونه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!