عاجل خبرونه

په بغلان کې د تخار د ورسج امنیه قومندان ووژل شو

(Last Updated On: November 15, 2019)

د بغلان ولایت پولیسو څرګنده کړې، چې د ناڅرګندو وسلوالو لخوا په بغلان کې د تخار د ورسج امنیه قومندان محمد افضل حکیمي له خپلو درې ساتونکیو سره ووژل شو.

د بغلان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت ویلي؛ نوموړی د جمعې پر ورځ سهار مهال(د لړم ۲۴) د بغلان ولایت د خوست ولسوالۍ له پلفي کوتل څخه د تېریدو په حال کې و، چې له خپلو درې ساتونکیو سره د ناڅرګندو وسلوالو له کمین سره مخ او ووژل شول.

ښاغلي بشارت زیاته کړې؛ که څه هم د دې ولایت د جلګې ولسوالۍ پولیسو د نوموړي مرستې ته وردانګلي؛ خو ناڅرګندو وسلوالو بریالۍ تېښته کړې ده.

د یادونې ده، چې محمد افضل حکیمي لدې مخکې د بغلان ولایت د جلګې ولسوالۍ امنیه قومندان و او سیمه ییزو سرچینو پر نوموړي برید د طالبانو کار ګڼلی؛ خو تر دې دمه هیچا د پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

خبریال: محمد ذاکر نوري

 

About Ariana News

Avatar

Check Also

د قطر په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو خبرې له لنډې دمې سره مخ شوې

(Last Updated On: December 13, 2019)د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي، …