په بغلان کې د اوبو د لومړي بند د دروازې په ماتیدو د برښنا دوه بندونه له کاره لویدلي

(Last Updated On: جون 30, 2017)

د اوبو د ذخیرې د یوې کنترول کوونکې دروازې په ماتیدو د بغلان د برښنا دوه بندونه له کاره لویدلي دي.

د جمعې ورځې له غرمې مخکې پر یوولس بجو د پلخمري د برښنا د لومړي بند کنترول کوونکې دروازه د اوبو د فشار په نتیجه کې ماته شوه او د بغلان دوه بندونه له کاره ولویدل.

د بغلان برښنا د لومړي بند آمر عبدالعزیز  وایي، که مرکزي حکومت دې ملي پانګې ته پام ونه کړي، ناوړه پایلې به ولري.

د بغلان برښنا د غوري شرکت فني مرستیال عبدالاول وایي، اوس د برښنا دواړه بندونه له کاره لویدلي اوشاوخوا پېنځه دېرش سلنه خلک له برښنا بې برخې شوې دي.

د پلخمري د برښنا لومړی بند پېنځه اویا کاله مخکې فعال شوی که څه هم آلمان ژمنه کړې وه، چې د دې بند توربینونه به بدلوي او  ترمیم به یې هم کوي؛ خو تر اوسه دغه ژمنه نه ده عملي شوې

 

About Ariana News

Check Also

د افغانانو تر منځ د سولې مذاکراتو پیلولو ته زمینه برابره ده- خلیلزاد

(Last Updated On: نوومبر 19, 2018) د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتو …