عاجل خبرونه

له طالبانو سره له سولې وروسته خوشبیني لږه ده

(Last Updated On: July 15, 2019)

 له طالبانو سره د مرکچي پلاوي غړي وایي، طالبان به د ښځو رسنیز فعالیت، دنده او زدکړې وساتي؛ خو محدویت به پرې لګیدلی وي.

د سیاسي چارواکو د ګډون له لارې دیپلوماتیکې هڅې په دې موخه ترسره کیږي، چې طالبان له حکومت سره پخلاینې ته برابر کړي. په داسې حال کې، چې د افغان سیاسیونو او طالبانو تر منځ تر دې دمه درې پړاوه ناستې تر سره شوي؛ خو تر دې دمه د افغانستان سولې ته د لارې نقشه ناڅرګنده ده.

په دغو خپلمنځي ناستو کې د رسنیو حقونه او د بیان آزادي هم د ټینګار وړ ارزښت یادیږي. که څه هم طالبانو په یوه خبرداري کې رسنیو ته ګواښ کړی، چې د پوځي موخې په توګه به تر برید لاندې ونیول شي؛ خو سولې ته له رسیدو وروسته ژمنه کوي، چې د رسنیو فعالیت ته ژمن دي.

دا پلاوی وایي، طالبان د ښځو رسنیز فعالیت او نور فعالیتونه د اسلامي ارزښتونو په اډانه کې، چې خپله یې تعریف کړي، پرې ټینګار کوي.

په دوحه کې د افغانانو او طالبانو د ناستې ګډونوال صدیق الله توحیدي وایي؛ د هغو ټینګار هم دا و، چې دا ارزښتونه په رسمیت پېژنو. دا، چې دغه ارزښتونه د اسلام د مبارک دین او د دوی د اندونو له مخې څنګه دي؛ د علواوو یوه اوږده بحث ته په کې اړتیا ده، چې د دې خوا دیني عالمان هم په خبرو کې برخه ولري بیا به ؛ نو کړنې پوره ډاډمنې شي.                  

رسنۍ په تېرو اووه لس کلونو کې د جګړې ښکېلو خواوو کړولي او ټپي ټپي دي او د افغانستان مطبوعات یې زیانمن کړي دي.

د پژواک خبرځي چارواکي دانش کړوخېل ویلي، چې طالبان د بیان د آزادۍ په اړه خپل فکر او اند لري؛ د افغانستان خلکو په تېرو اته لس کلونو کې په پوره میړانه خپلې غوښتنې د رسنیو له لارې وړاندې کړي او په دې اړه ستر بدلونونه راغلي دي.        

ویل کیږي، چې اوس هم د طالبانو لیدلوری توند دی؛ دې ډلې ژمنه کړې، چې د سولې له تړون وروسته ښځې کولی شي کار وکړي، کولی شي زدکړې وکړي او حتا کولی شي لومړۍ وزیره ووسي؛ خو په وینا یې ټول دا کارونه باید د قوانینو په اډانه کې وي او دا قوانین باید اسلامي وي.

د دوحې د خپلمنځي ناستې یوه ښځینه ګډونواله فوزیه کوفي وایي، چې د ښځو حقوق باید د سولې هوکړې یوه بنسټیزه  برخه وي. بیا دې د بهرنیو ځواکونو د وتلو په ګډون پر نورو برخو ټینګار څرګند شي. یعنې د ښځو حقونه دې د نورو هېوادنیو حقونو په څېر د هوکړې یوه د ټینګار وړ برخه وي.           

دا خبرې په دوحه کې له طالبانو سره په ناسته کې مطرح شوي؛ خو په عمل کې لیدل کیږي، چې د طالبانو په تر ولکې لاندې سیمو کې ښځې اوس له هغه حالته برخمنې دي، چې د دوی د واکمني پر مهال وې.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د بشپړ ډاډ له رامنځته کیدو پرته به امریکایي ځواکونه ونه وځي-جان بس

(Last Updated On: August 24, 2019)د امریکا سفیر بلخ ته په خپل سفر کې ویلي؛ …