عاجل خبرونه

په غزني کې ناڅرګندو وسلوالو یو زیارت ته چاودنه ورکړې

(Last Updated On: May 2, 2019)

په غزني ولایت کې ناڅرکندو وسولوالو تېره شپه یو زیارت پر ماینونو ویجاړ کړی دی.

د غزني والي ویاند عارف نوري آریانا نیوز ته په ډاګه کړې، چې ناڅرکندو وسلوالو د عبدالواحد زیارت، چې پر شمس العارفین شهرت لري پر چاودیدونکیو توکو الوځولی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ یاد زیارت د غزني ښار شمال غرب ته پروت دی، چې د کابل– کندهار له لویې لارې دوه کیلو متره واټن لري.

د غزني اوسیدونکي دا کار غندي او له مسوولینو غواړي، چې د زیارتونو او تاریخي آبداتو ساتنه وکړي.

تر دې دمه کومې ډلې یا فرد د دغې پېښې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.

له دې مخکې په مقر ولسوالې کې د بهاالحق او بابا ولي زیارتونه او په غزني ښار کې د سخي ګذرګاه زیارت د نامعلومو کسانو له خوا وران شوي دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

که امریکا خپلو ژمنو ته ژمنه پاتې نشي، جګړه به وغزوو- د طالبانو ګواښ

(Last Updated On: August 20, 2019)د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین آریانا نیوز …