عاجل خبرونه

په غزني کې ۹ کسان د طالبانو له یوه زندانه خوشې شول

(Last Updated On: June 4, 2019)

په غزني کې چارواکي وایي، چې تېره شپه( د غبرګولي ۱۴) د امنیتي ځواکونو په خپلو عملیاتو کې د طالبانو له یوه کانتینره هغه ۹ زندانیان خوشې کړي، چې د هېواد له بېلابېلو سیمو نیول شوي وه.

د غزني والي ویاند عارف نوري ویلي، چې په راخوشې شویو کسانو کې ۵ یې د امنیتي ځواکونو اړوندان او پاتې څلور یې ملکي وګړي دي.  

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه بندیان د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ د عظمت کلا او امین کلا تر منځ په یوه کانتینر کې ساتل کیدل.

د یادونې ده، چې امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د غزني او هلمند ولایتونو له اړوند سیمو څخه د سلګونه بندیانو له آزادولو خبر ورکړی دی.

طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د ملي شورا د تورو ښیښو لرونکیو موترو پلټنې غبرګونونه راپارولي

(Last Updated On: October 14, 2019)د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، د حکومت قانون ماتولو …