په بغلان کې د پولیسو اومعترضو نوماندانو په نښته کې یو کس وژل شوی

(Last Updated On: April 27, 2019)

په بغلان کې د پولیسو او پارلماني ټاکنو د معترضو نوماندانو د پلویانو په نښته کې یو کس وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

سرچینو آریانا نیوز ته ویلي؛ تېره ورځ د پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو د اعلام په غبرګون کې د یو شمېر معترضو نوماندانو پلویانو د دغه ولایت د پلخمري په دوه لاري کې د شمال لویه لار وتړله او نن پولیسو د دغې لارې د خلاصولو په موخه هوایي ډزې وکړې؛ خو یو شمېر نورو ویلي، چې دغه ځاني زیان له پولیسو سره په نښته کې رامنځته شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې پر ورځ( د غویی ۶) ولسمشر غني د ځوانې ملي شورا پرانسته وکړه، چې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شو.

دغه راز د پارلماني ټاکنو د متعرضو نوماندانو ته نږدې په ۴۰۴ موتر کې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې، چې په کې یو کس وژل شوی دی.   

About Ariana News

Avatar

Check Also

په حکومت کې د فساد سترې دوسیې څېړل شوې ندي

(Last Updated On: December 10, 2019)د افغانستان رونټیا څار بنسټ څرګنده کړې، چې د پخواني …