په بغلان کې د ولسي جرګې د ټاکنو نوماند انجنیر زلمی زهیر له طالبانو سره بندي دی

(Last Updated On: January 6, 2019)

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د سیمې اوسیدونکي وایي، چې زلمی زهیر د مرکزي بغلان له خواجه خان کلي پېنځه ورځې وړاندې طالبانو نیولی او د دغې ولسوالۍ لرخوابي سیمې ته یې لیږدولی دی.

دوی وايي، ښاغلي زهیر له خپل وراره سره، چې د طالبانو له سرګروپانو دی حقوقي دعوه لرله او د هغه د شکایت له مخې طالبانو نیولی دی.

د بغلان والي عبدالحی نعمتي هم تائیدوي، چې زلمی زهیر طالبانو نیولی او ښایي لامل یی حقوقي ستونزه وه.

هغه زیاته کړې، چې که څه هم د زلمی زهیر وراره په دې پېښه کې لاس لرل ردوي؛ خو د والي په وینا: که داسې کومه ستونزه نه وای؛ نو طالبانو به نور نوماندان هم نیولي وه.

نوموړي څرګنده کړې؛ هڅې روانې دي، چې د قومي مشرانو پر هڅو را خوشی شي.

بغلان ولایت د هېواد د شمالي ولایتونو یو ناامنه ولایت دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د تاوتریخوالي کمښت باید د ملکي زیانونو کچه تر صفره راټیټه کړي- د بښنې نړیواله ټولنه

(Last Updated On: January 25, 2020)د بښنې نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د طالبانو او …