عاجل خبرونه

په بدخشان کې د تجهیزاتو او امنیتي ځواکونو لږوالی اصلي ستونزه ده- بیکزاد

(Last Updated On: March 09, 2017 4:31 pm)

vlcsnap-2017-03-09-16h24m32s17

د بدخشان والي وایي، د تجهیزاتو او امنیتي ځواکونو د لږوالي له کبله وسلوال طالبان پر یمګان او وردوج ولسوالیو  حاکم دي.

د بدخشان والي فيصل بيكزاد وایي، دا دوه کاله کیږي، چې یمګان او وردوج ولسوالۍ د طالبانو تر کنترول لاندې دي.

د نوموړي په وینا؛ اوس دوی غواړي پر راغستان او جرم ولسوالیو هم واکمن شي.

بیکزاد په ډاګه کړې؛ راغستان هغه ولسوالۍ ده، چې د سرو زرو سترکان په کې پروت دی.

پر دغو سیمو د شفق دوه عملیاتو څرک هم نه لګیږي.

د پامیر ۲۰ فرقې د دوه یمې لوا ارکان رییس میر عبدالواحد مني، چې د دې سیمو بېرته نیولو لپاره بشپړ ځواک او تجهیزات نلرو.

پخوانی جهادي قومندان حمدالله دانشي هم وایي، چې د مدیریت او ځواکونو نه شتون په بدخشان کې اصلي ننګونې دي.

مدني فعال عبدالبصير حقجو وایي، چې افغان ځواکونه نه شي کولی له لاسه وتلې سیمې بېرته تر کنترول لاندې راولي.

په بدخشان کې خلک وایي، چې که سر له اوسه د وسلوالو ګواښونه له منځه ولاړ نه شي او مرکزي حکومت د یمګان او وردوج ولسوالیو د بېرته نیولو لپاره اقدام ونه کړي؛ د طالبانو فعالیتونه به په پسرلي کې نور هم پراخه شي.

خبریال: علي جواد اصغري.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …