عاجل خبرونه

په بادغیس کې پر یوې لس کلنې نجلۍ جنسي تېری شوی

(Last Updated On: December 26, 2019)

د بادغیس ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دې ولایت د قلعه نو ښار په یوه دیني مدرسه کې پر یوې لس کلنې نجلۍ جنسي تېری شوی دی.

د بادغیس والي عبدالغفور ملکزي ویلي: د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې پېښه د پنجشنبې پر ماسپښین( د مرغومي ۵) د قلعه نو د مرکز په یوه دیني مدرسه کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې مدرسه دمګړۍ  تړل شوې او زیانمنه نجلۍ دا مهال په ولایتي روغتون کې بستر ده.

د بادغیس د پولیسو قومندانۍ د امنیت مشر سمونوال شېرآغا الکوزي ویلي: د پېښې په تړاو اتلس زدکوونکي او ښوونکي نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي.

د بادغیس د څارنوالۍ د څرګندونو له مخې؛ سږکال په دې ولایت کې د جنسي تېري اته پېښې ثبت شوې دي.

About Ariana News

Avatar

Check Also

د افغانستان په هرات ولایت کې د کرونا درې شکمنې پېښې ثبت شوي

(Last Updated On: February 23, 2020)  د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست په ډاګه …