عاجل خبرونه

په زابل کې هوایي ځواکونو ۵ وسلوال طالبان وژلي

(Last Updated On: September 1, 2018)

د زابل والي ویاند وایي، چي د شنبې پر شپه د غوڅ ملاتړ ماموریت په هوایي برید کي د قلات پر اړوند وسلوالو طالبانو بمبارد شوی، چي په کي اسد او سنګري نومي دوه طالب قومندانان او درې نور طالبان وژل شوي دي.

د زابل والي ویاند ګل اسلام سیال زیاته کړې، چې دغو طالب قومندانانو د زابل د مرکز قلات اړوند طالبان رهبري کول .

طالبانو تر دې دمه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

زابل د هېواد په جنوب غربي ولایتونو کې یو ناامنه ولایت دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.

About Ariana News

Check Also

په تخار کې د آی خانم بندر کمیساري طالبانو محاصره کړې

(Last Updated On: April 22, 2019)د تخار د آی خانم بندر کمیساري له شپږ ورځو …