په تخار کې د قیصاري پلویانو د کندوز- بدخشان لویه لار وتړله

(Last Updated On: July 09, 2018 4:24 pm)

په تخار کې د سلګونه کسانو لاریون درېیمې ورځې ته غزیدلی؛ دوی د کندوزـ بدخشان لاره وتړله او خبرداری ورکوي که نظام الدین قیصاري خوشی نه شي د امنیه قومندانۍ او ولایت دروازې به هم وتړل شي.

د جنبش ګوند سلګونه ملاتړیو د تخار په مرکز تالقان ښار کې لاریون وکړ او د دغه ګوند د سیمه ییز قومندان نظام الدین قیصاري د خوشي کیدو غوښتونکي شول.

لاریون کوونکي دغه راز له ترکیې څخه د ولسمشر د لومړي مرستیال د بېرته راستنیدو غوښتونکي شوي دي.

دوی د تالقان ښار دکانونه تړلي او وایي؛ تر هغې، چې غوښتنې یې نه وي منل شوې لاریون ته به روان ساتي.

دوی ګواښ کړی که یی غوښتنې ونه منل شي د دولتي ادارو دروازې به هم وتړي.

د تخار اوسیدونکي د لارو او دوکانونو د تړل کیدو له کبله اندېښمن دي او له حکومت غواړي، چې غوښتنې یی ومني او داستونزه حل کړي.

About Ariana News

Check Also

پولیسو په ننګرهار ولایت کې د لوی ملي ائتلاف خیمې ټولې کړې

(Last Updated On: September 18, 2018 6:07 pm) د ننګرهار والي ویاند څرګنده کړې، چې …