په بادغیس کې د پولیسو بلوا ضد قطعه له زورواکانو سره وه

(Last Updated On: July 08, 2018 4:03 pm)

په بادغیس ولایت کې د پولیسو چارواکو په ډاګه کړې، چې د پولیسو بلوا ضد ۷۰ کسیزه قطعه د سیمه ییزو زورواکانو په واک کې وه.

په بادغیس کې د بلوا ضد اویا کسیزه قطعه تیر کال د ولسمشر د فرمان له مخې جوړه شوه، چې د مسوولینو په باور له دغې قطعې څخه سیمه ییزو زورواکو ناوړه استفاده کړې ده.

د بادغیس امنیه قومندان وايي، چې له یوه کال راهیسې د دغې قطعې امکانات او سرتېري د سیمه ییزو زورواکو په اختیار کې ول او ناوړه استفاده یې ترې کوله.

د دغه ولایت امنیه قومندان جنرال احمد فهیم قایم ویلي؛ د یو شمېر اسنادو له مخې په ډاګه شوې، چې سیمه ییزو زورواکانو له دې قطعې څخه شخصي او ځانګړې ګټه پورته کړې ده.  

ښاغلي قایم ټینګار کړی، چې د دغې قطعې له بیا خوندي کولو  وروسته به د سیمه ییزو زورواکانو د قاچاق، غصب او نا قانونه بلوا جوړولو مخه ونیول شي.

د بادغیس ولایتي شورا رییس عزیز بیک ویلي؛ هغو کسانو، چې د یادې قطعې واک د ځانګړیو ګټو لپاره کارولی باید له پېژندلو او نیولو وروسته محاکمه شي.

د بادغیس والي داکتر عبدالغفور ملک زي هم ټینګار کړی، چې دغه قطعه به د بلواګرو او جرایمو په مخنیوي او د امنیت په خوندي کولو کې ښه رول ولوبوي.

دغه راز مدني هڅاند هم د بادغیس ولایت په بېلابېلو امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو غوښتونکي شوي او وایي، چې له دې سره به په اړوند بنسټونو کې د زورواکو د لاسوهنې مخه هم ونیول شي.  

خبریاله: مرضیه حسیني

About Ariana News

Check Also

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

(Last Updated On: September 23, 2018 2:19 pm) په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف …