عاجل خبرونه

په تخار کې د طالبانو په ډله ییز برید کې ۱۶ پولیس وژل شوي

(Last Updated On: جون 28, 2018)

طالبانو د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ د نوآباد کلي په یتیم تپه سیمه کې ۱۶ سرحدي پولیس وژلي؛ ۶ نور وسلوالو ژوندي نیولي او د پوستو ټول تجهیزات یې وړي دي.

د تخار والي ویاند سنت الله تیمور د پنجشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۷) منلې، چې طالبانو د چارشنبې پر شپه دوه بجې د سرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي؛ پوستې یې نیولي، مهمات او وسلې یې ترې وړې دي.    

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه برید آمو سیند ته نږدې د افغانستان او تاجکستان سرحدي سیمې ته نږدې رامنځته شوی دی.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې د سیمه ییزو چارواکو بې تفاوتي د دغې پېښې ستر لامل دی؛ ځکه، چې د دغه برید په اړه خبرداری ورکړ شوی و.

نوموړي زیاتي، چې وسلوالو طالبانو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې؛ خو له بشپړ شمېر یې معلومات نشته.

د سیمې اوسیدونکي هم هره ورځ پر اړوند سیمو د طالبانو بریدونو اندېښمن کړي او پر سیمه ییزو چارواکو نیوکې کوي او له مرکزي حکومته غواړي، چې د وسلوالو طالبانو په وړاندې پراخ عملیات تر سره کړي.

طالبانو په اړوند سیمه کې د ۴ پوستو د نیولو تر څنګ د اته پولیسو د وژلو او د یو د ژوندي نیولو ادعا کړې ده.

له تاجکستان سره نږدې سرحدي ځنګلونه د دغه ولایت ناامنه سیمې ګڼل کیږي، چې وسلوال طالبان په کې پراخې هڅې تر سره کوي.

د تخار امنیه قومندان، چې اوس د ولایت سرپرست هم دی؛ تر دې دمه یې په دې اړه چوپتیا غوړه ګڼلې او له څه ویلو ډډه کوي.

About Ariana News

Check Also

کیدی شي طالبانو او خلیلزاد د بهرنیو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وي

(Last Updated On: نوومبر 17, 2018) د سولي عالي شورا وایي، کیدی شي، چې طالب …