په شبرغان ښار او فیض آباد کې سیلابونو د استوګنې ۵۰۰ کورونه وران کړي

(Last Updated On: May 19, 2018 1:44 pm)

چارواکو ویلي، چې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې په شبرغان ښار او فیض آباد ولسوالۍ کې سیلابونو د استوګنې پېنځه سوه کورونه وران کړي او زرګونه کورنۍ یې زیانمنې کړې دي.

دغه سیلابونه د فیض آباد ولسوالۍ د خیر آباد په کلي او د مرکز شبرغان ښار د صوفي کلا په سیمو کې ډېر شدید ول، چې پرله پسې اورښتونو په کې ډېر نور زیانونه هم اړولي دي.

د جوزجان د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې رییس سید فیض الله سادات وایي، د استوګنې۵۰۰ کورونه په شبرغان ښار کې وران شوي او زر نور کورونه زیانمن شوي دي.

په جوزجان کې د ملي اردو قومندان عبدالله سروري څرګنده کړې؛ د سیلاب ځپلو سیمو د خلکو د ژغورنې لپاره  چورلکې ګمارل شوي، چې تر اوسه ۵ سوه کسان ژغورل شوي دي.

د جوزجان مرستیال والي عبدالرحمان محمودي وایي، دوه سوه کورنۍ اوس د فیص آباد ولسوالۍ د خیرآباد په کلي کې بندې پاتې او د ژغورنې هڅې یې روانې دي.

د اړوند سیمو سیلاب ځپلي او بې کوره شوي خلک له حکومته د سرپناه او خوراکي توکو مرستې غواړي.

مسوولین وایی، سیلاب ځپلو ته د لا زیاتو مرستو د تر لاسه کولو په هڅه کې يو.

About Ariana News

Check Also

د هند اعلان شوې مرستې به د اقتصادي پراختیا لامل شي

(Last Updated On: September 20, 2018 4:55 pm) د هېواد د سوداګرۍ نړیوالې خونې مسوولین …