عاجل خبرونه

په بدخشان کې د نشه یي توکو د تولید کارخانې زیاتې شوي- ولایتي شورا غړي

(Last Updated On: September 26, 2017 7:51 pm)

په بدخشان ولایت کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د نشه اې توکو د تولید کارخانې زیاتې شوي دي.

د رپوتونو له مخې؛ په بدخشان ولایت کې وردوج او یمګان په بشپړه توګه او د نورو ولسوالیو یو زیات شمېرسیمې د وسلوالو طالبانو تر والکې لاندي دي.

د بدخشان ولایتي شورا غړی احمد جاوید مجددي وایي، چې د طالبانو په تر والکې لاندې سیمو کې طالبان د نشه یي توکو په ځآنکړي توګه هیروینو د تولید کارخانې جوړې کړي، چې د دوی ستره عایداتې سرچنیه بلل کیږي.

د بدخشان د ولایتي شورا مرستیال ضاء الدین وثیق د طالبانو په یادو سیمو کې د طالبانو برلاسی مني او وایي، ان وسلې او مهمات له یوې سیمې بلې ته لیږدوي.  

د بدخشان والي احمد فیصل بیک زاد د وسلوالو طالبانو تر والکې لاندې سیمو کې د هیرویینو د تولید د کارخانو له جوړولو بې خبرې څرګندوي؛ خو وایي، په دغه ولایت کې په سلګونه بهرني طالبان فعالیت لري، چې دغه ډلې ته په مختلفو برخو کې روزنه ورکوي.

د بدخشان ولایتي شورا غړي او اوسیدونکي د ناامنیو پر ډېریدو اندېښنه ښيي او له حکومت څخه غواړي، چې په دي برخه کې غوره او ډاډمنې لارې چارې وسنجوې.

About Ariana News

Check Also

په ايران کې پر پوځي پريډ وسلوال بريد مرګ و ژوبله اړولې

(Last Updated On: September 22, 2018 2:28 pm) د ایران په جنوب اهواز ښار کې …