عاجل خبرونه

په بادغیس کې وسلوالو طالبانو اته سرتېري ژوندي نیولي

(Last Updated On: جولای 15, 2017)

په بادغیس کی وسلوالو طالبانو د ملي اردو د یوې پوستې اته سرتېري ژوندي نیولي دي.

 د بادغیس والي محمد انور اسحاقزی وايي، دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې او د طالبانو یوه ځایي قومندان او ځینو سرتېرو جوړجاړی کړی او د آب کمري په ولسوالې کې  یوې پوستې ته ننوتي او سرتېري یې له وسلو سره نیولي دي.

هغه زیاتوي، تراوسه د دغو سرتېرو د برخلیک په اړه معلومات نشته.

د والي وياند ظاهر بهاند وايي: طالبانو د پوستې ټول مهمات له ځان سره وړي او مونږ اوس مهال له يادو پولیسو سره هيڅ ارتباط نلرو.

طالبانو په ډاګه کړې، چې دا بريد يې د ځانګړي تکتيک له مخي کړی دی.

About Ariana News

Check Also

د هند منفي کړنې د افغانستان د سولې بهیر زیانمنولی شي- پاکستان

(Last Updated On: فبروري 19, 2019) په کابل کې د پاکستان سفیر وایي، که هند …