Connect with us

تازه خبرونه

ښایي په چین کې د سولې ناسته لغو شي

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په قطر کې طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې کیدی شي د چین په بیجینګ کې د افغانانو کیدونکې خپلمنځي ناسته لغو شي.

یو شمېر سرچینې وایي، په بیجنګ کې د کیدونکې ناستې د ګډونکوونکي پلاوي د جوړښت پر سر رامنځته شوٍي اختلافونو طالبان هم اړ کړل، چې یادې ناستې ته د ولسمشرۍ له نوملړه سره مخالفت وښیي؛ نو، ځکه ښایي دا ناسته لغو شي.

په اسلام آباد کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال سفیر عبدالسلام ضعیف په دې اړه ویلي، چې ښایي لغو شي؛ ځکه ټاکل شوې وه، چې په دې ناسته کې اغېزمن شخصیتونه ګډون وکړي، خو حکومت د خپلو کسانو د وردننه کولوهڅه وکړه، چې د طالبانو له مخالفت سره مخ شو.          

دې سرچینې زیاته کړې؛ د ناستې د لغوه کیدو دلیل دا دی، چې حکومت د ناستې د ګډون کوونکیو له نوملړه ځینې سیاسي څېرې ویستې دي.

ولسمشرۍ ماڼۍ د بیجینګ ناستې د ګډون کوونکیو د نوملړ د نهایي کیدو خبره کړې؛ خو بهرنیو چارو وزارت وایي،  اوس هم په دې برخه کې سلا مشورې وروستۍ شوې ندي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وایي، چې د یادې ناستې لپاره ټول چمتووالی نیول شوی او چین ته د پلاوي لیږلو لپاره اوس هم هڅې  او مشورې روانې دي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري ویلي؛  په بیجینګ کې د افغانانو د سولې خبرو په اړه له چین سره خبرې روانې دي. د افغانستان حکومت له هرې هغې هڅې، چې د خلکو عزت په کې خوندي وي؛ هرکلی کوي.  

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره ورځ ویلي، چې  ولسمشر غني د بیجینګ په ناسته کې د ده او نورو سیاسیونو له ګډون سره مخالفت کړی او ده هم منلې ده.

له همدې کبله طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې د طالب استازیو او امریکا تر منځ په قطر کې د نارسمي خبرو اترو له تر سره کیدو وروسته ټاکل شوې دا خبرې په رسمي ډول په نږدې ورځو کې د حکومت له بنده د آزاد شوي انس حقاني په حضور کې له سره پیل شي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!