عاجل خبرونه

مایک پمپیو کابل ته راغلی

(Last Updated On: June 27, 2019)

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یو ناڅاپي سفر کابل ته راغلی دی.

هغه نن مازیګر د امریکا په سفارت کې یوې خبري ناستې ته راڅرګند شو او ویلي یې دي، چې تر دې دمه د له طالبانو سره د ځواکونو د وتلو پر نېټه کومې هوکړې ته ندي رسیدلي.

نوموړي هيله څرګنده کړې، چې د متحده ايالاتو او طالبانو خبرې اترې د افغانستان له راتلونکیو ولسمشريزو ټاکنو څخه دمخه تر سره او د سولې هوکړه ليک سره به هم لاسلیک شي.

سربیره پردې، هغه ویلي، چې پاکستان کولی شي طالبان دغې هیلې ته نږدې کړي.

نوموړي د ملي وحدت حکومت مشران هم لیدلي دي.

دا افغانستان ته د نوموړي دوه یم سفر دی.

پمپیو په داسې حال کې کابل ته راځي، چې په دوحه کې د طالب استازیو او زلمي خلیلزاد تر منځ د اووم پړاو خبرو ته څلور ورځې پاتې دي.

د یادونې ده، چې نوموړي له خبري کنفرانس وروسته خپل سفر بشپړ کړ او د هند پر لوري روان شو .

About Ariana News

Avatar

Check Also

امریکا کولی شي په لس ورځو کې افغانستان د نړۍ له مخې لیرې کړي- ترمپ

(Last Updated On: July 23, 2019)د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره په لیدنه …